| 
中国国际广播电台
  
  
 
د چين عنعنوي طب لرغوني تاريخ لري او  په دي هکله زيات شمير
مشهور ډاکتران رامنځته شول . په
شپاړسمه پيړۍ کي د چين د مين په
سلسله کي د نامتو دارو پيژندونکي
لي شه جن لخوا  د طبي بوټو د
پيژندلو په باب کتاب تاليف شو. 
  لي شه جن د مرکزي چين د هو بي ولايت د چي نومي په سيمه کي
وزيږيده چه په دي سيمه کي ډير طبي
بوټي پيدا کيدل . د لي شه جن پلار
يو ډاکتر و او په غرونو کي يي د
طبي بوټو د لاس ته راوړلو دپاره
هم کله نا کله  لي شه جن ووړ چه
په دي وجه لي شه جن د طبيعت سره
زياته علاقه پيدا کړه . خو په هغه
وخت کي د ډاکتر مقام ډير ټيټ و او
دده پلار وغوښتل چه  زوي يي 
حکومتي دنده په غاړه واخلي . 
   په پنځلس سوه يو ديرشم کال کي لي شه جن  په لومړي امتحان کي
بريالي شو ، خو وروسته  د درو ځلو
دپاره په درباري امتحان کي ناکام
شو ، نو د خپل پلار سره يي په طبي
علومو مطالعه وکړه او د غريبو
خلکو دپاره يي د ناروغيو علاج وکړ
. د يوه ښه ډاکتر د ګرزيدو دپاره
لي شه جن له کب نيونکو، ښکارچيانو
، بزګرانو او د طبي بوټو خرڅوونکو
څخه د ناروغيو د علاج  دپاره ډير
زيات هغې نسخې راغونډې کړې چه د
ولسونو په منځ  کي مروج  وې . 
  په پنځلس سوه يو پنځوسم کال کي لي شه جن په يو مشهور ډاکتر
بدل شو . يوه ورځ  د څو نومي
مملکت د پاچا زوي په حادي  ناروغۍ
اخته و او د لي شه جن د علاج نه
وروسته ژر جوړ شو ، نو پاچا ډير
خوشحاله شو او لي شه جن  په
درباري روغتون کي د يوه ډاکتر په
توګه وګمارل شو .  په هغه وخت کي
پاچا د داويزم په دين باندي عقيده
درلوده او خوشي يي  غوښتل چه مړ
نه شي . په درباري روغتون کي
ډاکتران هم په دي عقيده وو چه په
نړۍ کي د نه مړه کيدو درمل موجود
دي . لي شه جن په درباري روغتون
کي د عامو خلکو سره د مرستې په
هکله د خپلې أرزو د نه تر سره
کيدو له امله  له خپلې وظيفې څخه
 استعفا وکړه او بيرته خپل ټاټوبي
ته راستون شو او په مداومه توګه
يي د ناروغانو دپاره خدمت وکړ . 
  د ناروغانو د علاج  په بهير کي لي شه جن  په دارونامه کي
زياتې غلطې او نيمګړتياوې  پيدا
کړې او حتی پوچ  او بي معني
نظريات  هم شامل شول . نو لي شه
جن په پنځلس سوه دوه ويشتم کال کي
چه عمر يي پنځه ديرش کاله وو،  د
طبي بوټو د خلاصې په تاليف پيل
وکړ.          
 هغه د نوي خلاصې د تاليف دپاره  اته سوه طبي اثار او لرغوني
کتابونه ولوستل او  د خپلو راغونډ
شويو مدارکو سره سم يي درې لوي
اصلاحات تر سره کړل او د خپلې
ټولې کورنۍ د ديرشو کالو د
کوششونو له برکته يي په پنځلس سوه
اته اويايم کال کي د طبي بوټو
داسي لويه خلاصه ترسره کړه چه د
يو زرو اتو سوو دوه نويو ډولونو
طبي بوټو او موادو  او د يوولسو
زرو نسخو په شمول پنځوس جلده لري
، دغه راز په دي خلاصه کي له زرو
نه زيات تصويرونه هم ليدل کيږي چه
لوستونکي د ډول ډول طبي بوټو او
درملونو صورتونه په اسانه توګه
پيژندلي شي . د لي شه جن خدمتونه
په دي ډول وو چه هغه لومړي د طبي
بوټو او د ژويو د هډوکو او ښکرونو
او نورو برخو په باب ډولونه په
سيستماتيک ډول ترتيب کړل  چه دغه
ډول سيستماتيکه طريقه دوه سوه
کاله وروسته  د اروپا نبات
پيژندونکو يوازي په اوولس سوه يو
څلويښتم کال کي وړاندي کړه  .  د
طبي بوټو په دغه خلاصه کي نوي طبي
مواد يا د ځينو طبي موادو اثرونه
زيات شول او د پخوانيو ډاکترانو
مبهم تشريحات او  اشتباه ګانې هم
سمې شوې . دوهم لي شه جن  هم په
پخواني طبي اسنادو او کتابونو کي
خرافات وغندل ځکه چه په هغه وخت
کي داويزم ډير رواج  وموند او
تاويستانو د جاودان عمر د طبي
ګوليو د جوړولو تخنيک پروپاګند
وکړ او په طبي ساحه کي يي ډول ډول
خرافات خپاره کړل . لي شه جن  د
خپلو ساده مترياليستي نظريو په
استعمالولو سره دغه غلطه تيوري
رده کړه او و يي غندله . 
  لي شه جن په خپل ټول عمر  د چينايانو طبي تجربې راغونډې کړې
او د طبي بوټو خلاصه يي تاليفه
کړه ، نو هغه د چين په لرغوني
زمانه کي تر ټولو لوي درمل
پيژندونکي بلل کيده . دده لخوا
تاليف شوي خلاصه  د اوولسمې پيړۍ
څخه د نړۍ بيلا بيلو ځايونو ته
خپره شوه او په زياتو بهرنيو ژبو
ترجمه شوه . 
 
 |