ګوان جون او باو شو يا
中国国际广播电台

 

ګوان جون او باو شو يا د قبل الميلاد نه په اوومه پيړۍ کي د چين دوه سياستمداران وو او ښه دوستان هم وو ، ګوان جو د باو شو يا  نه غريب و ، خو دوي يو د بل سره ښه بلديت او اعتماد درلود . په لومړي وخت کي دوي دواړو سوداګري کوله ، خو ګټې يي په برابر ډول ويشل کيدې سره له دي چه ګوان جو کمې پانګې پکي واچولې ، ورپسې دوي دواړو په سياسي چارو کي برخه واخيستله . په هغه وخت کي ددوي   وطن چې ډير ګډوډ و او شهزاده ګان د سياسي ناأرامتيا څخه د ځان ژغورلو دپاره نورو هيوادونو ته وتښتيدل څوچه د فرصت څخه په استفادې سره شاهي تخت ته پورته شي . ګوان جون  د  لو په ملک کي د شهزاده جيو سره مرسته کوله ، خو باو شو يا  د ليو په ملک  کي د بل شهزاده  شياو باي سره کومک کاوه ، لږه موده وروسته ددوي په وطن  چي کي شورش وشو او پاچا ووژل شو . دواړه شهزاده ګان بيرته خپل وطن ته لاړل څو چه شاهي تخت تر لاسه کړي ،  ددوي دواړې ډلې په لاره

کي مخامخې شوې ، ګوان جون ددې دپاره چه شهزاده جيو لومړي شاهي تخت لاس ته راوړي ، په شهزاده شياو باي باندي غشي وويشت ، خو شهزاده شياو باي ټپې نه شو . وروسته شهزاده شياو باي شاهي تخت ته پورته شو او ګوان جون د لو په ملک بندي شو . نوي پاچا وغوښتل چه باو شو يا د صدراعظم  په توګه وټاکل شي ، خو باو

شو يا و نه منله او پاچا ته يي وويل چه زما لياقت او استعداد د ګوان جون نه ضعيف دی ، ګوان جون  نه يوازي د هيواد او اردو د اداره کولو او د قوانينو د جوړولو په برخه کي ډير تکړه دی ، پرته له دي نه هغه مهربان  او وفادار سړی هم دی .خو پاچا د باو شو يا نظريه و نه منله او و يي ويل چه ګوان جون په ما باندي غشی ويشتلې ، که څه هم ټپی نه شوم ، خو نشم کولی چه  هغه  د صدراعظم  په توګه وټاکي .  باو شو يا بيا وويل چه اوريدلی می دی چه هوښيار پاچا د نورو نفرت په زړه کي نه ساتي ، په هغه وخت کي ګوان جو د شهزاده جيو سره مرسته کوله ، هغه څوک چه د خاوند وفا کوي ، د پاچا دپاره به هم په پوره صداقت  او پاک زړه خدمت وکړي شي . تاسي اعليحضرت په نړۍ کي باداري ولټوي ، بي د ګوان جون نه به بريالي نه شي . نو تاسي بايد ګوان جون ته د صدارت دنده  ورکړي . پاچا په پاي کي متقاعد شو او ګوان جون يي د لو له ملک څخه راوغوښت .

   د صدراعظم  په توګه د مقررۍ نه وروسته باو شو يا د ګوان جون د مرستيال دنده په غاړه درلوده چه ددوي د دواړو د کوششونو له برکته د چې ملک قوي شو او پاچا يي هم  د نورو ملکونو د چاپايانو نه غښتلي شوه .

 باو شو يا مړ شو او ګوان جون دده د مقبرې په وړاندي په چيغو وژاړه او و يي ويل چه ژوند مې مور او دوست مې باو شو يا دی . ددوي ترمنځ  د ټينګې دوستي په باب قصه د چينايانو په منځ کي راپاتې ده او په چين کي د روابطو د نژديوالي او د اعتماد د ټينګتيا په هکله داسي اصطلاح  شته چه وايي د ګوان او باو دوستي .