中国国际广播电台
دوه زره کاله دمخه
د څو په ملک کي مشهور موزيک پوه
و چه يو بو يا نوميده ، هغه د
کوچنيتوب په وخت کي د موزيک سره
ډيره مينه درلوده او د مشهور
ښوونکي ليان چن تر روزنې لاندي
يي د موزيک په غږولو پيل وکړ .
د درو کالو د
زده کړي نه وروسته د يو ډول
چيني موسيقي الې د غږولو فن يي
ډير لوړ شو او په خپل اجدادي ځاي
کي په مشهور موزيک غږونکي بدل شو
.خو هغه په دي انديښنه کي و چه
خپل توان به يي نور لوړ نه شي ،
دده ښوونکي ور ته وويل چه ما د
خپل ټول فن تاسو ته درکړيدي ،
زما ښوونکي فان ځه چيون داسي
نامتو موزيک غږونکي دی ، خو هغه
اوس د ختيځ سمندر په يو ټاپو کي
اوسيږي ، هيله لرم چه له تاسو سره
يو ځاي دده کور ته لاړ شم . يو با
ياډير خوشحاله شو او د کافي خواړو
په وړلو سره يي د يوې کښتۍ په
واسطه د ختيځ سمندر په خوا
وخوځيد ، د ختيځ سمندر د پن لاي
ټاپو ته د رسيدو نه وروسته ښوونکي
ليان چن يو بو يا ته وويل چه لږ
څه تفريح وکړه ، زه به ښوونکي
راوړم . خو زياتې ورځې تيرې شوې ،
ښوونکي ليان چن را نه غی . يو بو
يا ډير غمجن شو او په ټإپو کي يي
موزيک وغږاوه څوچه خپل غمونه
څرګند کړي.
يو بو يا هره
ورځ په ټإپو کي د سمندر په
وړاندي د مرغانو سره ژوند کاوه
او خپل روح يي پاک کړ چه په
نتيجه کي دده د موزيک غږولو فن هم
لوړ شو ، خو ډير کم کسانو دده
لخوا د غږول شوي نغمې سره بلديت
درلود .
يوه ورځ د سفر
په لاره کي سخت باران اوريده ، يو
بو يا په کښتۍ کي يوه نغمه وغږوله
،خو ناڅاپه د الې تارونه متزلزل
شول ، د موزيک غږونکي په نظر دا
نښه ده چه دده په څنګ کي يو
اوريدونکي شته . کله چه يو بو يا
له کښتۍ څخه ووت او و يي ليدل چه
د سيند په غاړه يو سړی ناست دی چه
نوم يي جون ځه چي دی .
يو بو يا نوموړي
ته وويل اجازه ده چه ستاسو
دپاره يوه خوږه نغمه وغږوم ؟
جون ځه چي ځواب ورکړ چه په سترګو
. ورپسې يو بو يا دده دپاره د لوړ
غره په نامه يوه نغمه وغږوله .
جون ځه چي د اوريدو نه وروسته
وويل چه أه ، دا غر ډير جګ دی .
يو بو يا ور ته وويل چه په نړۍ کي
يوازي تاسي زما د زړه په غږ
پوهيږي ، نو دوي دواړه ښه دوستان
شول .
د ټاکل شوي موافقې
سره سم به د سفر نه وروسته يو بو
يا د جون ځه چي کور ته لاړ شي ،
خو له بده مرغه د جون ځه چي کور
ته د يو بو يا د رسيدو نه وروسته
هغه په دي خبر شو چه خپل نژدي
ملګري يي د ناروغۍ په اثر مړ شوی
. هغه ډير غمجن شو او دده د مقبرې
په وړاندي يي د خپلې يادونې او
غمجنې د څرګندولو دپاره يوه نغمه
وغږوله او وروسته يي بيا د موسيقي
خپله قيمتي اله په زمکه وغورځوله
او له دي نه وروسته يي د نغمې د
غږولو څخه لاس واخيست .
|