中国国际广播电台
چي جي ګوانګ د چين د مين په سلسله
کي مشهور وطن دوست جنرال و او
پلار يي هم يو جنرال و . د خپل
پلار تر اغيزې لاندي هغه د هلکتوب
په وخت کي له نظامي فن سره مينه
درلوده ، په هغه وخت کي د چين
ساحلي سيمې هميشه د جاپاني تيري
کوونکو د بريدونو سره مخامخ وې .
کله چه چي جي ګوان شپاړس کلن و ،
ټينګ عزم يي درلود چه تيري کوونکو
ته ماتې ورکړي . د اوولسو کالو په
عمر يي د پلار دنده په غاړه
واخيستله او له جاپاني تيري
کوونکو سره يي په جګړو پيل وکړ .
جاپاني تيري کوونکي دننه په جاپان
کي ماتې خوړلي عسکر او يو شمير
سوداګران او اوباشان وو او له
څوارلسمې پيړۍ نه يي د بيړيو په
چلولو سره د چين ساحلي سيمو باندي
تيري وکړ او تالا يي کړه . د
پنځلسمې پيړۍ تر دوهمې نيمايي
پوري ددوي تکبر نور هم لوړ شو او
د چين د ساحلي ځايونو له بدنامو
سوداګرانو او زميندارانو سره يو
ځاي يي د چين په مرکزې سيمو
باندي حملې وکړې چه په نتيجه کي
دوي د چين په چنوب ختيځو سيمو کي
د يو لوي مصيبت او بلا سبب
وګرزيدل.
په پنځلس سوه پنځه پنځوسم کال کي
له دي امله چه چي جي ګوانګ د ختيځ
چين د شان دونګ په ولايت کي د
جاپاني تيري کوونکو سره په جګړو
کي کارنامې قايمې کړې ، د جنوبي
چين د جه جيانګ ولايت ته وليږل شو
څو چه له جاپاني تيري
کوونکو سره جګړو ته دوام ورکړي . هغه په دي ولايت کي د څلورو
زرو تنو بزګرو او معدني کارګرو په
شمول نوي اردو جوړه کړه او تيري
کوونکو ته يي سخته سزا ورکړه .
په پنځلس سوه يو شپيتم کال کي څو
زره تنه جاپاني تيري کوونکو د سلو
نه زياتو بيړيو په چلولو سره د جه
جيانګ ولايت د تاي جو په سيمې
باندي بريد وکړ ، ددې سيمې خلکو
او فوځونو د جنرال چي جي ګوان تر
مشر ۍ لاندي په نهو جګړو کي ټول
دښمنان ووژل چه له دي نه وروسته
جاپاني تيري کوونکو په چين باندي
د تيري جرات له لاسه ورکړ او په
عين وخت کي د چين په ساحلي سميو
کي ثبات تامين او اقتصاد يي سمشور
شو .
|