هيون سان  
中国国际广播电台


   

په چين کي يو مشهور داستان شته چه نوم يي دې _ لويديځ  ته سفر . په دي داستان کي هغه کيسه لوستل کيږي چه وايي څلورو راهبانو د زياتو مشکلاتو او ستونزو د له منځه وړلو نه وروسته بي شميره شيطانانو ته ماتې ورکړه او د مقدس بوډايي کتاب د لاس ته راوړلو دپاره يي خپل سفر  پاي ته ورساوه . په دي داستان کي يو راهب د چين په لرغوني زمانه کي هغه راهب دی چه افغانستان او هند ته يي سفر کړي و .

 هيون سان په شپږ سوم ميلادي کال کي د چين د تانګ په سلسله کي وزيږيده او د کوچنيتوب په وخت کي يي د بوديزم سره ډيره مينه درلوده . کله چه د ديارلسو کالو په منګ شو ، د چين په مشهور کلتوري مرکز لو يانګ ښار کي بودا شو او ورپسې يي د هيواد له ټولو بودايانو څخه ښه زده کړه وکړه .

 د ځواني په موده کي هيون سان د بودايي فلسفې سره علاقه پيدا کړه ، خو په هغه وخت کي د بوديزم مقدس کتابونه په سمه  او پوره توګه نه و ترجمه شوي ، نو هغه ټينګه اراده درلوده چه د بودايي تيوري د زده کړي دپاره هند ته لاړ شي .

 په شپږه سوه اوه ويشتم کال کي هغه د وخت د پايتخت چان ان ښاريعني ننني سي ان ښار څخه حرکت وکړ او په خپل ليري سفر يي پيل وکړ .

 يو زرو دري سوه کاله دمخه د جغرافيايي معلوماتو د کمښت او ترافيکي شرايطو د خرابوالي په حال کي له چين څخه هند ته د سفر بشپړتيا ډير مشکل کار و ځکه چه د سفر په لاره کي صحرايي او ځنګلي سيمې موجودې وې . خو هيون سان د زياتو مشکلاتو د ليري کولو نه وروسته  د شپږ سوه نهه ويشتم کال د دوبي په فصل کي د لرغوني هند شمال ته ورسيد او بيا د هند مرکزي سيمو ته هم ورسيد او د شپږو بودايي مقدسو ځايونو څخه يي هم ليدنې وکړې .

 په شپږ سوه يو ديرشم کال کي هيون سان د هند په يو معبد کي د پنځو کالو په موده کي د بوديزم څخه زده کړه  او بيا شپږ کاله يي د هند بيلا بيلو ځايونو ته سفرونه وکړل چه په پاي کي په يوه عالم  راهب بدل شو چه په هند کي يي هم ډير شهرت وموند.

د شپږ سوه دري څلويښتم کال په پسرلي کي هيون سان د بودايي کتابونو او تصويرونو په وړلو سره  بيرته خپل وطن  ته راغي او د تانګ امپراطور دده د هرکلي دپاره خپل استازي وروليږل . هيون سان  د امپراطور هغه غوښتنه  چه حکومتي دنده په غاړه واخلي ، رده کړه او د پايتخت د هون فو په نامه معبد کي يي د بودايي کتابونو د ترجمه کولو په  نولس کلن  کار پيل وکړ او په دي اوږده موده کي يي د يو زرو درو سوو پنځه ديرشو جلدو په شمول پنځه اويا مقدس کتابونه ترجمه کړل . ځکه چه هغه په سانسکريت ژبه ښه پوهيده  ، نو ترجمه شوي بودايي کتابونه  يي ډيرښه کيفيت لري .

هغه د مقدسو کتابونو د ترجمه کولو په عين وخت کي  د جاپان او کوريا شاګردانو  ته هم  بودايي معلومات ورکړل

لويديځ ته  په  سفرنامه کي چه د هيون سان لخوا وليکل شوه ، د خپل لس کلن  سفر په اوږدو کي د اوسني افغانستان ، پاکستان او هند په شمول  بيلا بيلو هيوادونو او سيمو د خلکو رسمونه او عادتونه ، جغرافيايي ، کلتوري ، سياسي او قومي  معلومات او پيدا شوي محصولات ياد کړي چه دا  د مرکزي اسيا د تاريخ او جغرافيا د څيړنې دپاره ارزښتناک معلومات ګڼل کيږي . د نولسمې پيړۍ نه راهيسې دغه کتاب په وار سره په انګليسي ، فرانسوي ، جاپاني او جرمني ژبو ترجمه شو . ننني لرغون پيژندونکو د نوموړي کتاب لمخې د لرغوني هند او مرکزي سيا د تاريخي ځايونو د کيندلو په برخه کي د ليدو وړ موفقيتونه تر لاسه کړيدي . د هيون سان کلتوري اغيزې لويديځ  ته د مذهبي سفر د مقصدونو څخه اوستي او د چين او ختيځ کلتور په تاريخ کي  مهم مقام نيسي .هغه نه يوازي د نړيوالو لخوا وتلي ترجمه کوونکي او د بوديزم تيوريست په توګه ومنل شو ، بلکې په لرغوني زمانه کي يو ستر سياح  هم و  ځکه چه هغه د اوولسو کالو په موده کي د پنځه ويشتو زرو کيلو مترو په مزل يو سلو لسو هيوادونو ته سفرونه وکړل چه دا په نړيوال تاريخ کي ډير کم ليدل کيږي . دده لخوا ليکل شوي سفرنامه د نړۍ د مشهورو اثارو څخه شميرل کيږي .

 د هيون سان  د ستر سفر سره سم د چين په تاريخ  کي اديبانو زيات داستانونه وليکل چه ډير مشهور داستان  هم لويديځ ته د سفر په نامه افسانوي داستان دی . د هيون سان کيسه د يو زرو کالو راهيسې د چين د خلکو په خولو کي د يوه  نسل نه  بل  ته نقليږي .