راهب جيان جن
中国国际广播电台


   

جيان جن دختيځ  چين د جيانګ سو ولايت د يان جو ښار د جيانګ يانګ په ولسوالي کي وزيږيده او په اوه سوه اتم کال کي چه عمر يي يوويشت کاله وو، په راهب بدل شو او په راتلونکو څلويښتو کالو کي يي څلويښت زره تنه راهبان وروزل .

 په اوه سوه دري څلويښتم کال کي هغه د بودايي دوکتورين د خپرولو دپاره د جاپاني راهبانو بلنه ومنله ، خو د حکومتي مقاماتو د لاس وهني په اثر جاپان ته دده سفر ناکام شو . ورپسې هغه د پنځه اتياوو تنو شاګردانو په مشرۍ او د زياتې اندازې بودايي مجسمو او لوازمو ، درملونو او خوراکونو په وړلو سره د چين څخه وخوځيد ، خو په لاره کي يي د سخت طوفان له امله بيړۍ ويجاړه شوه او د مجبوريت لمخې بيرته راغی . دده دريم سفر هم  په سمندر کي د صخرې سره د ټکر کولو له امله ناکام شو . په اوه سوه څلور څلويښتم کال کي هغه بيا وغوښتل چه جاپان ته سفر وکړي ، خو يو وار بيا ناکام شو او ورپسې په اوه سوه اته څلويښتم کال کي چه عمر يي يوشپيته کاله وو ، له يانګ جو ښار څخه  حرکت وکړ ، خو  د طوفان له امله بيړۍ يي د جنوبي چين د هان نان ټاپو ته ورسيده  او وروسته دده پنځم سفر هم  له ناکامۍ سره مخامخ شو.

نور پنځه کاله تير شول ، دده عمر شپږ شپيتو کالو ته ورسيد او د ډيرې ستړتيا له امله سترګې يي  کمزوري شوي او بيا ړوند شو ، خو جاپان ته  د سفر ټينګ عزم يي له لاسه ور نه کړ. د اوه سوه درې پنځوسم کال د اکتوبر په نولسمه نيټه هغه له يانګ جونګ څخه حرکت وکړ او  د همدي کال د دسمبر په شلمه نيټه دغه ړوند راهب بالاخره جاپان  ته ورسيد او د جاپان د راهبانو لخوا ور ته تود هرکلی وويل شو . هغه

د جاپان د پاچا په سپارښتنه د راهبانو د روزلو دنده په غاړه واخيستله او په اوه سوه شپږ پنځوسم کال کي يي د خپلو شاګردانو سره يو ځاي يو مشهور معبد جوړ کړ  .     هغه په جاپان کي لس کاله ژوند وکړ او د  جاپان د کلتور د پرمختګ او د چين او جاپان ترمنځ د کلتوري راکړي ورکړي دپاره يي ستر خدمتونه ترسره کړل . د جيان جن د ژوند په  موده کي د چين د تان  د سلسلې  کلتوري سمسورتيا اوج ته ورسيده . جاپان ته د سفر په وخت کي  صنعتګران او انځورګران او زياته اندازه تصويرونه ، ميسي هندارې ، د ګلدوزې اثار ، يشمي ظروف ، د خطاطي اثار  او نور زيات هنري شيان يووړل شول چه د دغو کلتوري او هنري شيانو څخه د ګټې اخيستلو نه وروسته په جاپان کي د تيان پينګ په نامه کتلور رامنځته شو. دغه راز راهب جيان جن هم د چين عنعنوي طب جاپان ته يووړ او هغه شخصا د جاپان د ملکې د ناروغي تداوي وکړه  .     

     راهب جيان جن  په جاپان کي د دواړو هيوادونو د خلکو ترمنځ  د دوستۍ د ټينګتيا او پراختيا دپاره ډير کوشش وکړ او د دواړو هيوادونو ترمنځ  د کلتوري تبادلې په تاريخ  کي يي هم  نه هيريدونکي  خدمتونه سر ته ورسول . راهب جيان جن د اوه سوه دري شپيتم کال د مارچ  په مياشت کي  د شپږ اوياوو کالو په عمر د تل دپاره له دنيا څخه لاړ او په جاپان کي ښخ شو.