د چين  پسرلنی عنعنوی اختر
中国国际广播电台

      

 لکه څنګه چه  کريسمس  د  لويديځې نړۍ  مهم  اختر دی،  پسرلنی عنعنوی اختر  د چينائيانو دپاره  د يوه کال  تر ټولو مهم او ستر  اختر  دی٠ دا اختر د چين د  زراعتی  جنټرۍ  نوی کال  دی ٠

        وايی چه د چينائيانو  پسرلنی عنعنوی  اختر څه دپاسه  څلور زره کلن تاريخ لری٠  د چين  د ولسی  دود  له مخی، عمومأ   د پسرلنی اختر د نمانځنې فعاليتونه  د  چين د  زراعتی جنټرۍ د  دوولسمې مياشتې  له  ٢٣ ورځې  څخه پيل  کيږی او  د  نوی کال د  لومړی مياشتې  تر پنځلسمې ورځې پوری  دوام لری  چه  په دی بهير کښی  د  دوولسمې  مياشتې  د  ديرشمې ورځې  په  ماښام  او  د  نوی کال  په لومړی ورځ  د  پسرلنی  اختر د  نمانځنې لوړه  څپه  رامنځ  ته  کيږی٠

       د  پسرلنی اختر د  هرکلی  دپاره  د چين  په ښارونو او کليو کښی  خلک  ډول ډول  تياری کوی ،  په تيره بيا  په کليو کښی  د  اختر د  نمانځنې دپاره  د  تيارۍ  فعاليتونه  د  دوولسمې مياشتې  له  لومړيو ورځو  څخه پيل کيږی ،  بزګران  کورونه  پاکوی،  کالی او  بړستنې مينځی ٠ دغه  راز  دوی  په پر له  پسی توګه  له  بازارونو څخه  شرينی،  خواږه ،  غوښې ،  ميوې  او  داسی نور  ډول ډول  خوراکی شيان  اخلی تر څو چه  د  اختر په ورځو کښی يی وخوری  او  د هغو په  وسيله  د  ميلمنو  پذيرايی وکړی٠  په  ښارونو کښی  د  پسرلنی اختر د  نمانځنې  دپاره  د  تيارۍ فعاليتونه  هم   وختی  پيل کيږی  چه  کلتوری او هنری  څانګې او  ډلې  او تلويزونی سټيشنونه    خاص پروګرامونه ترتيبوی، په بيلا بيلو  پارکونو کښی  عنعنوی  بازارونه  پرانيستل کيږی،  او  په  بيلا بيلو  دکانونو او مارکيټونو کښی  هم  ډير زيات  تجارتی  شيان  برابريږی ترڅو چه د  اختر د نمانځنې په برخه کښی  د خلکو  اړتياوې  پوره شی٠ د  يوی  احصائی له مخی،  د  پسرلنی اختر  په موده کښی د چينائيانو  لګښتونه  د  ټول کال  يو پر دريمه  برخه  او  حتی  لا زياتې  برخې  نيسی٠

د چين په بيلا بيلو ځايونو کښی  د  پسرلنی اختر د  نمانځنې  په باب عنعنوی دودونه  توپير لری،  خو  يو ګډ  ټکی  يی  دا دی  چه د دی  اختر  په بيګا يعنی د زراعتی جنټرۍ  له مخی د يوه کال  په  وروستی ورځ   کښی د  هرې کورنۍ ټول غړی  بايد راغونډ شی ، د  اختر د نمانځنې  په کورنی ميلمستيا  کښی  برخه واخلی او  د دی ورځې  په شپه  دی   سره يوځای  د  نوی کال  د  رسيدو لپاره  انتظار وباسی ٠ کله  چه  د  شپې    دوولس  بجې  رارسيږی،  چينائيان  په  خوښۍ سره  اتش بازی کوی ٠

     د  پسرلنی عنعنوی اختر  له  لومړی  ورځې څخه   چينائيان  عمومأ   د  خپلوانو او دوستانو  کورونو ته ځی  او  دوی ته  د  اختر مبارکی وايی،  دغه راز  د دی اختر د  نمانځنې دپاره  ډير زيات   په  زړه پوری  فعالتونه هم   اجرا  کوی٠

        د  خلکو  د  ژوند  د  سويې د  لوړيدو په اثر  اوس  په چين کښی  د  پسرلنی عنعنوی  اختر د نمانځنې  شکل  هم  د  بدلون  په  حال کښی دی ،  مثلأ منظره لرونکو ځايونو  ته  سفر  د   زياتو چينائيانو  نوی دود  ګرځيدلی دی٠