د  نهمې مياشتې  د  نهمې ورځې اختر
中国国际广播电台

      

د چين د  زراعتی جنټری له مخی، د هر کال د  نهمې مياشتې  نهمه ورځ  د چين  يو مهم  عنعنوی ولسی اختر دی٠ هر کله  چه دا ورځ  رارسيږی، ځينی چينائيان  د  خپل کور له  ټولو غړو سره  غره  ته  خيژی او  داودی ګل  ګوری، دغه راز  دوی  د  ٌ  جو يی ٌ په نامه  يو ډول  خوشبويه  بوټی  هم له ځانه سره  وړی٠

      د دی اختر په باب  يو افسانه شته ٠ وايی چه  د  قبلالميلاد  په دريمه  پيړۍ کښی  په لرغونی چين کښی يو بااستعداده سړی   و چه  فی چانګ فانګ  نوميده٠ هغه  نه يوازی  باد او  باران  رامنځ ته  کولای شو، بلکه  د  اربابو په سپارلو سره  شيطان يی هم نيولای شو ٠ يو ځوان  چه  هوان جينګ نوميده  وغوښتل چه  د هغه  شاګرد  وګرځی،  فی چانګ فانګ  يی ومانه  او  هره ورځ  به يی  ده ته  مربوط  استعدادونه  ور زده کول٠ په يوه ورځ  کښی فی چانګ فانګ   هوان جينګ  ته وويل چه  ٌ د  نهمې مياشتې  په  نهمه ورځ  به ستاسی د کورنۍ ټول غړی  له يوه بدمرغه  مصيبت سره مخامخ شی،  ته  بايد  ښه  تياری ونيسی٠ ٌ   شاګرد  هوان جينګ ډيره انديښنه ووهله  او سمدلاسه  يی  استاز ته  ځولۍ وغوړوله او  ورته  يی وويل چه  له  بدمرغۍ څخه  د ځان د  بچولو طريقه  راته  زده کړه٠  فی چانګ  فانګ ور ته وويل چه که  ته  ٌٌ  په هغه ورځ  کښی څو  هغې  سرې  کڅوړې چه پکښی د ٌ جو يی ٌ  خوشبويه  بوټې اچول شوی وی، په  خپلو  مټونو  وتړی ،  بيا  يو شمير هغه  شراب   چه  پکښی  داودی ګل  لوند شوی، له ځانه سره يوسی او د  کورنۍ له  ټولو غړو سره  يو ځای  خپل کور ته نژدی  لوړې غرنی لمنې ته    وخيژی  بيا  دغه  چه  شراب هلته وڅښی٠  نو له  بدمرغۍ څخه  به  خپله کورنۍ وژغورلای شی٠ ٌ  هوان  جينګ د استاز د  غوښتنې له مخی د  نهمې مياشتې د  نهمې ورځ  په  لوی سهار د خپلې کورنۍ له  ټولو غړو سره  يو ځای  يوې لوړې غرنی لمنې ته  پورته  شو او  په  ارامه توګه  يی  دا ورځ  تيره کړه٠  ماښام  دوی خپل کور ته  بيرته ستانه  شول او  حيران شول چه  د خپل  کور  ټول ژوی او مرغان  مړه شويدی٠  دا رښتيا وه  چه  دوی  له  يو  بدمرغه  مصيبت څخه  بچ  شوی و٠  وروسته  له هغه  د  نهمې مياشتې په نهمه ورځ  غره ته ختل،  له بدن سره د ٌ جو يی ٌ په نامه  د خوشبويو  بوټو وړل او د  هغو شرابو څښل کوم چه پکښی داودی ګل  لوند شوی وی،  د ځينو چينائيانو  عادت  ګرځيدلی  او  تر اوسه پوری  دا  عادت  څه دپاسه دوه  زره کاله  دوام  کړيدی٠

    څرنګه چه  په چينی ژبه کښی د ٌ  نهه ٌ   تلفظ  د  ٌ دائمی ٌ  له تلفظ  سره يو شان دی، نو اوس چينائيانو  د  نهمې مياشتې  نهمه ورځ  د  زړو کسانو د  اختر په حيث  ټاکلی ده او د دی اختر د  نمانځنې له لاری د زاړو کسانو   درناوی  کوی او هيله  څرګندوی چه  زاړه کسان  اوږد عمر ولری٠