د   ٌ  دوان وو ٌ   اختر
中国国际广播电台

      

د چين  د زراعتی جنټری  له مخی د   پنځمې مياشتې  پنځمه ورځ  د  ٌ  دوان  ووٌ  اختر دی ، دا اختر  د چين له  عنعنوی پسرلنی اختر او  د ٌ جونګ چيو ٌ  په نامه د  اتمې مياشتې د  پنځلسمې ورځې  له  اختر سره  يو ځای   ٌ د چين   درې لوی عنعنوی اخترونه ٌ  ګڼل کيږی٠

       په چين کښی د ٌ  دوان وو ٌ  د اختر د  پيل  په باب  څو توضيحات  شته٠ خو د  اکثرو چينائيانو  نظر دا دی چه دا اختر  د  لرغونی زمانې د  هيواد پرست شاعر چيو يوان  د يادونې دپاره  ټاکل شويدی٠  شاعر چيو يوان  په  ميلادی دريمه پيړی کښی  د  ٌ چو ٌ  په نامه  د چين  په  يوه  سلطنت کښی  ژوند کاوه،  کله  چه  د  چيو يوان  هيواد  ٌ  چو ٌ د دښمن  د هيواد لخوا   اشغال شو،  هغه  په  غمجنه توګه  خپل ځان   د  ٌ  مي لو ٌ  په نامه  سيند ته وغورځاوه  او مړ شو چه  دا ورځ  د پنځمې مياشتې  پنځمه  ورځ  وه٠  وروسته  له  هغه  د هر کال  د  پنځمې مياشتې په  پنځمه نيټه  چينائيان د  شاعر چيو يوان  د  هيواد پرستۍ  او سپيڅلۍ  اخلاق  د يادونې دپاره  د  باڼسو هغه نلونه  چه  له وريجو څخه به  يی ډکول شو ،  سيندونو ته  به  يی اچول٠  وروسته  د باڼسو د دغو نلونو په ځای  د  ٌ  ځونګ ځه ٌ  په نامه  د چين  يو ډول   ځانګړی  خوراک  رامنځ ته شويدی ٠

             د   ٌ ځونګ ځه  ٌ  خوړل  د  ٌ دوان وو ٌ د اختر  د  نمانځنې  يو  ډير مهم  دود  دی ٠ ٌ ځونګ ځه  ٌ  يو ډول داسی  خوراک  دی چه  د  باڼسو يا کړکو  د  پاڼو په وسيله  د سريښناکو  وريجو په پيچلو او  د  تارونو  په  وسيله  په  تړلو سره    جوړيږی  او  بيا  په  جوشو اوبو کښی بخيږی٠ د  دی اختر په  بيګا  د چين هر کور دغه ډول  خوراکی شيان  جوړوی٠ ٌ  ځونګ ځه ٌ   د  يو ډول  تحفې په توګه هم  خپلوانو او دوستانو ته  ورکول کيږی٠  پرته  له   ٌْ ځونګ ځه  ٌ   څخه  د چين  په  بيلا بيلو ځايونو  کښی  د  دوان وو  د  اختر  د نمانځنې دپاره  نور  زيات  خوراکی شيان هم  شته ،  مثلأ  د  هيلۍ  د مالګينو هګيو خوړل او  د هغو  شرابو څښل  کوم چه  پکښی  د  ريالګار په نامه  يو ډول  کانی مواد  اچول کيږی٠  وايی چه  دا  شيطانان ليری کولای شی٠

       د  چين  د  جنوبی برخې  د يانګځی  سيند  د  منځنی او  وروستنی  ناوې په  سيمو کښی  د  دوان وو  د اختر د  نمانځنې دپاره د  ښامار د  سر  لرونکو  بيړيو د چلولو سيالی هم  پرځای کيږی٠ وايی چه  دا دود  هم  د  هيواد دوست  شاعر  چيو يوان  سره  اړيکی لری٠  د روايت له مخی، کله چه کليوال  خبر شول چه  چيو يوان  سيند  ته  ځان  واچوه،  سمدلاسه  يی  د بيړيو په  چلولو سره  هغه  ته  نجات  ورکړ٠ وروسته له هغه  د  ښامار د  سر لرونکو  بيړيو  د  چلولو د  سيالی  دود  رامنځ  ته شويدی٠  هر کال  د  دوان وو  د  اختر په ورځ کښی  د  سيندونو او  جهيلونو  په  غاړو  کښی زر ګونه زرګونه  خلک  د دی  سيالی  ننداره کوی او  د  اختر  ستره  غونډه  رامنځ ته کيږی٠