د  پسرلنی اختر د  نمانځنې په باب د چين د ملی اقليتونو  دودونه

中国国际广播电台

 

 پسرلنی اختر يعنی  د  زراعتی جنټرۍ نوی کال د چين  د اکثرو قومونو  ګډ عنعنوی اختر دی٠ پرته له لومړی لوی قوم  ٌ  هان  ٌ  څخه  زيات ملی اقليتونه  هم  په  ځانګړی طريقې سره د دی  نيکمرغه اختر نمانځنه کوی٠

         د ٌ  لی ٌ  قوم (  په عمده توګه  د چين په  جنوب  کښی د  های نان  په ولايت کښی اوسيږی ) :

        د  پسرلنی اختر بيګا يعنی د کال وروستی  ماښام د  ٌ  لی ٌ   قوم  د  بيلا بيلو کورونو  ټول غړی  د  جشن د نمانځنې په کورنی ميلمستيا  کښی  شراب څښی او خوندور خوراکونه  خوری او  په  عين وخت  کښی  تبريکی  سندرې  وايی٠ د نوی کال  په  لومړی  يا  دوهمه ورځ  کليوال په  ډله ايزه  توګه  ښکار کوی ،  د ترلاسه شويو ولجو  نيمه  برخه به  يوه هغه ښکاری ته  ورکړی شی کوم  چه  تر ټولو نه لومړی  يی  پر وحشی ژوی  باندی  ډزی لګيدلی دی،  نوره نيمه برخه  به يی په منځنی توګه  ټولو کليوالو ته  وويشل شی، خو  اوميندوارې  ښځې يی دوه چنده ترلاسه کولای شی٠

 

      د  ٌ  يی ٌ  قوم  ( په عمده توګه د چين  په  جنوب لويديځ  کښی د  سچوان په ولايت کښی اوسيږی ) :

       د  پسرلنی اختر د  نمانځنې په موده کښی  د چين د  ٌ  يی ٌ  د قوم  خلک په ډله ايزه توګه  قومی نڅاوې  کوی٠  په  ځينو  کليو  کښی  د  نوی کال په لومړی ورځ کښی د  ښځو د يوه کال  زحمتونو د درناوی څرګندولو دپاره د نارينه وو لخوا  کورنۍ کارونه  ترسره کيږی  تر څو چه  ښځې  تفريح  وکړی٠

      

د  ٌ  مياو ٌ  قوم  (  په عمده توګه  د چين  د  هو نان او ګوۍ جو  په  ولايتونو کښی اوسيږی ) :

      د  چين د  ٌ  مياو ٌ  قوم  هر کور  د پسرلنی اختر د نمانځنې دپاره  کورنی ژوی حلالوی او له دی لاری  خپله  ښه  هيله  څرګندوی چه  په نوی  کال کښی به   ښه بارانونه  واوری  او د  کرنې ښه حاصلات  ترلاسه شی٠ دغه راز  دوی  د  پسرلی د پيل کيدو په نامه  سندره   هم  وايی ، د سندرې د  شعر  محتويات  له دغو څلورو برخو څخه  عبارت  دی چه   خلک د  پسرلی  ستاينه کوی ،   پسرلی  ته   انتظار لری،  د  پسرلی د  ژر   تيريدو  په مناسبت  افسوس  څرګندوی  او  د  پسرلی  د  پاتی کولو دپاره کوششونه کوی٠

 

   د  ٌ مان ٌ  قوم    ( په  عمده توګه د چين د شمال ختيځ  په  درو ولايتونو ، د  بيجينګ په ښار او  د هه بۍ په ولايت  کښی  اوسيږی )

        د  ٌ مان ٌ  د قوم  خلک  د  پسرلنی اختر د  تيرولو په برخه کښی  د کال په وروستی ورځ  او  د  نوی کال  په  لومړی ورځ کښی  د  دوو ځلو دپاره  د  نمانځنې  فعاليتونه  کوی او  د  دی اختر نه مخکښی  يو شمير  سپورتی مسابقې هم  جوړوی ٠

 

      د  ٌ   دونګ ٌ  قوم  (  په  عمده توګه د  چين د  جنوب لويديځ  د  ګوۍ جو په ولايت کښی  اوسيږی ) :

      د  ٌ  دونګ ٌ  د قوم  خلک  د  پسرلنی اختر په  سهار له ډنډ څخه  څو کبان  نيسی ،  بيا  دغه  تازه  کبان  د  کورنی ميلمستيا  پر ميز  باندی  کيږدی او له دې څخه د دوی  داسی ارزو څرګندوی چه  په  نوی کال کښی به  يی  ژوند نيکمرغه  وی  او پس انداز به  ولری  چه  په چينی ژبه کښی  د   ٌ  کب ٌ  او  ٌ پس انداز ٌ  تلفظ  يو شان دی٠

 

           د  ٌ جوانګ ٌ  قوم   (  په عمده توګه  د چين د  جنوب لويديځ  د  ګوانګ سی د جوانګ  قوم  په  خودمختاره سيمه  کښی  اوسيږی )

      د  ٌ جوانګ  ٌ  قوم  خلک دا عادت لری چه  د  پسرلنی اختر د  نمانځنې دپاره  د  کال په  وروستی ورځ  کښی  د  نوی کال  د  لومړی ورځې  ډوډۍ  پخوی ٠ د دوی په نظر  دا   راتلونکی کال  د  ښو صلاتو د  ترلاسه  کولو دپاره  ګټوره ده  او  د  نيکمرغۍ  او  بډايتوب  نښه  هم  ده ٠

 

       د  ٌ  چيانګ ٌ  قوم  (  په عمده توګه  د  چين د  جنوب لويديځ  د سچوان  په ولايت کښی  اوسيږی ) :

      د  پسرلنی اختر د  نمانځنې په موده کښی  د  ٌ  چيانګ ٌ  قوم   په هر کور کښی د  اسلافو د  يادونې دپاره  د  غوايی او  پسه   سرونه  د نذر  په توګه  ږدی ٠  برسيره  پر دی  په  اختر  بيګا  د  کور ټول غړی  د  شرابو  د لوښې په شاوخوا کښی کينی او  د کورنی مشر تر لارښوونې لاندی  د يو متر په  اوږدوالی  د  يوه  نرم  نل  په وسيله  له  کيڼې خوا  څخه تر  ښی خوا  پوری  په  نوبت  سره  له  لوښې څخه  شراب  رودی ٠

  

        د  ٌ  شوۍ ٌ قوم  (  په عمده توګه  د چين د  جنوب لويديځ  د  ګوۍ جو په ولايت کښی  ژوند کوی ) :

     د  پسرلنی اختر د  نمانځنې په  ورځو کښی  ماشومان   نورو کورونو ته ځی  او  له  لوئيانو څخه  شيرينی  او  خوږې  غواړی ٠  د چا  چه  ترلاسه شوی خوږې يی  تر ټولو  زياتې وی،  هغه به  ډير نيکمرغه  ، هوښيار  او  روغ  او جوړ وی ٠

 

       د   ٌ بای ٌ  قوم  (  په عمده توګه  د  چين د  جنوب لويديځ  د  يون نان په  ولايت کښی  اوسيږی)

       د  ٌ  بای ٌ  د  قوم  خلک دا عادت لری چه  د  پسرلنی اختر  يعنی  د  نوی کال  د  لومړی ورځې  سهار  خوږې   اوبه  څښی ٠  د دوی  په نظر، د  خوږو  اوبو  له  څښلو نه وروسته  به  په نوی کال کښی    خوږ  او نيکمرغه  ژوند ولری ٠

 

          د  کوريا  قوم   ( په عمده توګه د چين  د  شمال ختيځ   د  جی لين په ولايت کښی اوسيږی )

       د  کوريايی قوم د  خلکو  عادت  دا  دی چه  د  هر کور  د  دروازو  په  دواړو اړخونو کښی  د  پسرلنی اختر  د  نمانځلو او  د  نيکرغه  ژوند  د ستايلو په باب  لوحې  سريښوی ،  ډول ډول  خوندور  خوراکونه  پخوی او  له  اتو ډولو  وريجو او لوبيا  څخه  پخه شوی  ډوډۍ  خوری ٠  د  نوی کال  په  لومړی ورځ کښی دوی  په  ښکلی کاليو کښی  مشرانو او  زړو کسانو  ته   د  اختر  مبارکی  څرګندوی ٠

 

          د  منګوليا  قوم  (  په  عمده توګه  د چين  په  شمال  کښی د  داخلی مغولستان  په خودمختاره سيمه کښی  اوسيږی ) :

       د  نوی کال په  لومړی ورځ کښی  د  منګوليا د قوم ځوانان او نجونی   په  رنګارنګو کاليو کښی د أسونو په سپرلو بيلا بيلو مغولی خيمو ته ځی او  مشرانو ته  د پسرلنی اختر  مبارکی  وايی٠ برسيره پردی ، د دی قوم  هيوادوال  له  زاړه کال  سره د مخه ښې  او  د  نوی کال د هرکلی دپاره  د ډول ډول ماسکو په  اغوستلو سره  سندرې وايی او نڅا کوی٠

 

      د  ٌ  هانی ٌ  قوم  (  په عمده توګه  د  چين د  جنوب لويديځ  د  يون نان په ولايت کښی  ژوند کوی ) :

      د  ٌ هانی ٌ  د  قوم  ځوانان او نجونی  د  پسرلنی اختر په  ورځو کښی  سره ځای  شراب  څښی ، سندرې وايی او  نڅاوې کوی تر څو چه  له دی فرصت  څخه  په  استفادې خپل  معشوق  يا  معشوقه  پيدا کړی٠

 

       د  ٌ  ناسی ٌ  قوم  (  په عمده توګه  د چين د  جنوب لويديځ  د  يون نان او سچوان په ولايتونو کښی  اوسيږی ) :

       د  پسرلنی اختر  په ورځ  يعنی د  نوی کال په  لومړنی ورځ کښی  د  ٌ ناسی ٌ  قوم  هيوادوال  د هغو ماشومانو دپاره چه  عمر  يی  ديارلسو کلونو ته رسيږی، د  لوئيدو  مراسم  جوړوی٠ دا مراسم  د  نجونو دپاره  ٌ د  لمنې اغوستلو  ٌ  د  مراسمو  او  د  هلکانو دپاره  ٌ د پطلون  اغوستلو ٌ  د  مراسمو په نوم  هم  ياديږی٠  د دغو مراسمو  نه  وروسته  به دوی  د لوئيانو  په صف  کښی  شامل  شی ٠

 

      د  ٌ  پومی ٌ  قوم  (  په عمده توګه  د چين د  جنوب لويديځ   د  يون  نان او سچوان  په دوو ولايتونو کښی  ژوند کوی )

      د  نوی کال د  لومړی ورځې  په سهار د  ٌ  پو می ٌ   خلک د  نمانځنې او احترام  په توګه  د توپو  ډزې  کوی ٠

 

     د   ٌ  بويی ٌ  قوم  (  په  عمده توګه د  چين د  جنوب لويديځ  د  ګوۍ جو په ولايت کښی اوسيږی )

      د  پسرلنی اختر په موده کښی د  ٌ  بويی ٌ  قوم  هلکان او نجونی  د  ښکلی کاليو  په اغوستلو سره  د  يو بل  د  احوالو  پوښتنه کوی  يا  په  ډله ايزه توګه  د  منظره لرونکو ځايونو  سيل کوی  او په  دی بهر کښی  سندرې وايی او نڅا  کوی  او د رضايت  له احساسولو  نه وروسته   خپلو کورونو ته  بيرته  ځی ٠

 

      د  ٌ  عه  لون چون ٌ  قوم  (  په  عمده توګه  د چين د  شمال ختيځ  د هی لونګ جيانګ په ولايت کښی اوسيږی ):

     د  نوی کال په  لومړنی ورځ  سهار  د ٌ عه لون چون ٌ  د قوم  ځوانان او نجونی   لومړی  د خپل کور  مشرانو ته  يوه  بياله  شرات  وړاندی کوی او  د  غاړې په  ټيټولو سره دوی ته  درناوی  او سلامونه   څرګندوی ٠ ورپسی  د  هم نسل  وروڼه او  خويندې  د  شرابو د  څښلو  له لاری  يو بل  ته  د اختر مبارکی وايی او  د  اختر له  کورنی ميلمستيا  نه وروسته  دوی  په  غونډيدو سره  د  أس ځغلولو او  د  غشی د  ويشتلو سيالی کوی٠

 

       د ٌ  داعوړ ٌ  قوم  (  په عمده توګه  د چين  د شمال ختيځ  د هی لونګ جيانګ په ولايت کښی اوسيږی ) :

     د  نوی کال  د  لومړنې ورځې په  لوی سهار  د  ٌ  داعوړ ٌ   د قوم  ځوانان او نجونی  د  ديګ  له  تل څخه  تورې  ايرې  اخلی او په زور سره  يو د بل  پر مخونو باندی يی مښی  چه په نتيجه کښی   د  ښکلو نجونو مخونه  د  ځوانانو لخوا     توريږی٠ وايی چه  دا  لوبه  د  ښو حاصلاتو او نيکمرغۍ د  غوښتلو  معنی لری ٠