د  ٌ  لا با  ٌ  په نامه  د چين  يو  اختر  
中国国际广播电台

      

په چين کښی د  زراعتی جنټرۍ   دوولسمه مياشت  د  ٌ  لا  ٌ  د مياشتې  په نوم     ياديږی او د دې مياشتې  اتمه ورځ   د  ٌ  لا  با  ٌ  په  نامه  د چين  د  ٌ هان ٌ د قوم  يو    عنعنوی اختر دی او  د  پسرلنی عنعنوی  جشن  مقدماتی اختر  هم  ګڼل کيږی٠

      د  تاريخی اسنادو له مخی،  هان  په  لرغونی زمانه کښی  چينائيانو کرنې ته  ستر اهميت ورکاوه،  که په يوه کال کښی به د  کرنې ښه حاصلات  ترلاسه کيدل، لرغونی چينائيانو به دا  نظر درلود چه  دا  د  اسمان، مځکې  او ټولو اربابو د  مرستو  نتيجه ده، نو د دی کال  د  ٌ  لا  ٌ  په مياشت  کښی به  يی د  کرنې د  ښو حاصلاتو د نمانځلو په غرض له  اسمان، مځکو او  ټولو اربابو څخه د  مننې د څرګندولو  ستر مراسم  جوړول٠  د  دغو مراسمو  له  ختميدو  نه وروسته  لرغونی چينائيانو  به  د  کليوالو په  وياړ  ستره  ميلمستيا  ترتيبوله او د دوی دپاره به  يی له  نويو  حاصل شويو غلودانو څخه  اوګره پخوله ٠ وروسته  د  ښو  حاصلاتو  د  نمانځنې او  له  اسمان ، مځکو او  اربابو څخه د  مننې  مراسم  ګام په ګام  د  اسلافو د  عبادت  په باب  اختر  وګرځيد٠ د ميلاد  په  پنځمه  پيړۍ کښی  شاهی حکومت د  دوولسمې مياشتې  يعنی  د  ٌ  لا  ٌ  د مياشتې  اتمه ورځ   د  ٌ  لا با  ٌ  په نامه  د  اختر په  توګه  وټاکله ٠

         چين ته  د  بوديزم  د  خپريدو  نه  وروسته د دغه  ولسی دود څخه په  استفادې سره چه  خلکو د  دوولسمې مياشتې په اتمه  ورځ کښی د  اسلافو  عبادت کاوه او اوګره يی خوړله، يوه  داسی کيسه  هم  رامنځ  ته  شوه چه د دوولسمې  مياشتې اتمه ورځ د  بوديزم د مؤسس سکامونی د  زاهدی   د کاميابيدو ورځ  وه٠  په دی کيسه کښی ويل  شوی چه  سکامونی د بودا  له ګرځيدو  نه  مخکښی  د څو کالو  دپاره  سخت   زاهدی  کاوه،  له  لوږې  نه   ډير دنګ ؤ    لکه وچ  لرګی ،  نو پريکړه  يی  وکړه چه له  زاهدی او  ګوټ ناست  څخه  لاس واخلی٠  په هغه وخت کښی  دی  له  يوې  پسه روزونکی  نجلۍ  سره  مخامخ  شو،  هغې سکامونی  ته  شودو  وريجی  ورکړې٠  سکامونی د  شودو  وريجو  له  خوړلو نه وروسته  يی بدن  ورو ورو  عادی شو، نو  تر يوې  ونې لاندی ناست ؤ او  په  فکر کښی  ډوب شو  چه  په نتيجه  کښی  د  دوولسمې مياشتې په اتمه ورخ  بودا  وګرځيد٠ د دې  پيښې د  يادونې دپاره  بودائيانو به  د  هر کال  په همدې ورځ  له  وريجو، لوبيا ، مځکنی بادام  او نورو وچو مېوو  څخه  اوګری  پخولې   او  د  نذر په توګه   به  يی د  بودا  د مجسمې  په  وړاندی  ايښودلې چه  دغه شودې وريجی  د  ٌ  لا با  ٌ  اوګره  نوميږی ٠

       دا  چه  چينائيان  د  ٌ  لا  با  ٌ  اوګره  خوری ،  څه دپاسه  زر کلن  تاريخ  لری٠ د چين د ٌٌ سونګ  ٌ   له  سلسلې څخه  د هرکال  د دوولسمې مياشتې په  اتمه ورځ  هم  په شاهی ماڼۍ، د مامورينو په استوګنځيو او هم  په  بودائی معبدونو کښی دغه  اوګره  پخول کيدله٠ د  اوسيدونکو  هرې کورنۍ  په همدې ورځ   هم  د  اوګرې  د  پخولو سره د اسلافو عبادت  کاوه  او په  عين  وخت کښی به  يی د  کورنۍ  ټولو غړو  سره  يو ځای  دغه  اوګره  خوړله  او  حتی  اوګره به يی  د  تحفې په توګه   خپلوانو او دوستانو ته  ورکوله٠ دا  عادت  تر اوسه پوری  لا هم  دوام  لری٠

       د  ٌ  لا  با  ٌ   اوګره  عمومأ  د  وريجو، ږدنو، لوبيا ، وچو مېوو او بورې  په  شمول  له اتو ډولو  موادو څخه   په  خاورين  ديګ  کښی  پر  نرم اور باندی پخيږی  ٠

       د  چين په  مرکز  بيجينګ کښی اوسيدونکی  د ٌ لا با  ٌ  اختر د  پسرلنی اختر د  رارسيدو په  اشاره  ګڼی٠  نو د  دوولسمې مياشتې په  اتمه ورځ   هر کور  داسی  اوګره  پخوی او  خوری٠  په  همدې  ورځ  د چين د  شمالی سيمې  خلک  پرته  د ٌ  لا با  ٌ  د اوګرې  له خوړلو څخه   په سرکی کښی  د هوږی د  اچار اچولو  عادت  هم  لری٠ د  کور  ميرمن  د  هوږی  دانې او سرکه  په  يوه  لوښه  کښی  اچوی او  د  لوښې  خوله  تړی٠ د کال  په  وروستی ورځ  او پسرلنی اختر کښی  د  ٌ جاو ځه  ٌ   د خوړلو په  وخت کښی  شنې شوی  هوږی  هم  خوری  چه  ډير خوندوری  وی٠