د  ٌ  چيو سی ٌ  په باب  روايت
中国国际广播电台

      

په چين کښی د  زراعتی جنټرۍ  له مخی د  يوه  کال  د  دوولسمې مياشتې  وروستی ورځ   د  ٌ چيو سی ٌ  په نوم  ياديږی٠  ٌ  چيو سی ٌ  په  چينی ژبه کښی   د  زاړه کال سره د مخه ښی او د  نوی کال  د  هرکلی معنی لری ٠

      د چين په  ولسونو کښی  د  ٌُ چيو سی  ٌ  په باب دودونه  زيات  دی٠  په  ٌ  چيو سی  ٌ کښی د  کور پاکول  يو لرغونی دود  دی٠ د  يوه کال په  وروستيو څو ورځو کښی  چينائيان  عمومأ  د  خپل کور  دننه او  دباندی  پاکوی او  په  وروستی ورځ  کښی  دوی  يو ځل  بيا  کور پاکوی ،  زاړه  ناوړه  شيان  ليری کوی او  نوی سامانونه   ځای پر ځای کوی٠  دا  عادت   له  يوه  لرغونی روايت  څخه  راغلی دی٠  وايی چه په ډيره    پخوانی زمانه کښی  پاچا  جوان سيو  يو  داسی  زوی درلود  چه  په  بی کارۍ کښی  به يی وخت تيراوه ،  خراب کالی به  يی  اغوستل   او  يوازی  اوګره به  يی خوړله،  د  يوه کال  په  وروستی ورځ   هغه  د  لوږې او  سړی هواء  په  اثر د  خپل  کور  په  يوه کنج  کښی  مړ شو٠ نو وروسته  له هغه  خلک  د  نوی کال  د رارسيدو په موقع  کښی د خپل  کور ناوړه او بی کاره شيان  غورځوی  او  له دی  لاری  غربت   ليری کوی٠

      د  کور له  پاکولو نه وروسته  چينائيان د خپل کور د  دروازو په دواړو  خواوو کښی د  نوی کال د  هرکلی په باب  نوی لاسليکنې  سريښوی او سره څراغونه  ځوړندوی ٠ د دې ورځ  په ماښام  د  هر  کور  ټول غړی  سره يو ځای  د  يوه  کال وروستی ډوډۍ خوری  چه  دا  يوه  ډيره  درنه  کورنی ميلمستيا  ده ٠

          نوی کال  ته انتظار ايستل د   ٌ   چيو سی ٌ  د  شپې  يو ډير مهم  تشريفات دی چه  په دی وخت کښی د کور ټول غړی   سره يو ځای   په  زړه  پوری  ډير فعاليتونه کوی او  په  خوښۍ سره   له  زاړه کال  سره  مخه ښه  کوی٠