ٌ  دونګ جی ٌ  يو  په زړه پوری  اختر دی
中国国际广播电台


     

   ٌ دونګ جی ٌ  د چين د  زراعتی جنټرۍ له مخی د بيلا بيلو فصلونو له  څليرويشتو   مهمو ورځو څخه شميرل کيږی او د چين  يو بل  عنعنوی  جشن  هم  دی ٠ ان  څه دپاسه  دوه زرو اووه سوه  کاله  مخکښی د چين  د ٌ  چون چيو ٌ  په  موده کښی  د ٌ  دونګ جی ٌ  په  نامه  دا  اختر  رامنځ  ته شو ٠

       په  چينی ژبه کښی  ٌ  دونګ ٌ   د  ژمۍ  معنی   او  ٌ  جی ٌ   د  افراط  معنی لری٠ دلته  د  ٌ  دونګ جی ٌ   معنی دا ده چه  د مځکنی کرې د  شمالی نيمی برخې دپاره د  لمر  په  شاوخوا کښی د  مځکنی کرې  د حرکت  په  بهير کښی د   هغې  د  واقعی ځای  له لحاظه   دا ورځ  د  ژمۍ  افراط  دی  يعنی د  ٌ  دونګ جی ٌ  په ورځ کښی  سپينه ورځ  په  يوه کال کی   تر  ټولو  لنډه  ورځ  ده٠  د   ٌ  دونګ  جی  ٌ  له  ورځې څخه  وروسته    سپينه  ورځ   ګام  په ګام  اوږديږی٠   په  تاريخی کتابونو کښی داسی ليکل شوی چه د چين امپراطور به د  ٌ دونګ جی ٌ  له ورځې څخه له وزيرانو سره  يو ځای  د  پنځو ورځو دپاره موزيکونه  اوريدل  او  د خلکو  په کورونو کښی  به  هم  موزيکونه  غږول کيدل٠ دغه راز  د  ٌ  دونګ جی ٌ  په ورځ کښی  به  امپراطور د کليزی د سمولو دپاره منجمين او کليزپوهان راغوښتل  او  له دوی سره  يو ځای  به  يی  د  اسمان  عبادت  کاوه ٠ د  چين د مرکز  بيجينګ  ٌ  تيان  تان ٌ   يو داسی  ډير مشهور ځای دی چه  امپراطور به  د  ٌ  دونګ جی ٌ  په ورځ  کښی  هلته   د اسمان  د عبادت  فعاليتونه کول٠ ٌ  تيان تان ٌ  په  چينی ژبه کښی  د  اسمان د  عبادت   د ځای  معنی لری٠

      په لرغونی زمانه کښی  په  چين کښی  د  ٌ  دونګ جی ٌ  په ورځ   يو بل ته د  ژمی د راراسيدو د  مبارکی ويلو  عادت  شته  چه  دا ورځ  به له  ډيرې تودې فضا څخه  ډکه  وه او له  سهار څخه  به خلکو  که  لويان  وو  يا  ماشومان   د  ښکلو کاليو په اغوستلو سره  يو د بل  کور ته  تلل  او  يو بل  ته  به  يی  مبارکی  ويله ٠ د چين  ولسونه   د  ٌ  دونګ جی ٌ  له ورځې څخه د  ٌ  نهو ورځو  ٌ  د  شمارلو  عادت  هم لری چه  ٌ  دونګ جی ٌ د لومړيو  نهو  ورځو اوله  ورځ  ده   او  بيا  دوهمه  نهه ورځې ، دريمه  نهه ورځې  ٠٠٠  او  تر نهمو  نهو ورځو پوری ٠ متل  وايی چه  په لومړيو او دوهمو نهو ور ځو کښی د خلکو لاسونه  جيبونو ته  غزيږی، په دريمو او څلورمو  نهو ورځو کښی  امکان شته  چه   سپی او پيشو له يخنی نه  مړه  شی ،  په پنځمو او شپږمو  نهو ورځو کښی  د ولې ونې ورو ورو شنې کيږی ،  په  اوومو نهو ورځو کښی د  سيندونو کنګل  په تدريجی توګه  اوبه کيږی،  په اتمو نهو ورځو کښی وحشی بتې له جنوبی خوا څخه شمال ته  بيرته الوزی او  له  نهمو نهو ورځو وروسته سړه هواء  بيخی ختميږی او د شفتالو ګلونه  ليدل کيږی  ٠