د  کورنۍ نغرۍ  له  رب  نه  د مننې  په باب  کيسه
中国国际广播电台

      

له څه دپاسه دوو زرو  کلونو راهيسی  په چين کښی داسی دود شته  چه خلک د  کورنۍ نغرۍ  له  رب  څخه  د مننې دپاره د  زراعتی جنټرۍ د  دوولسمې مياشتې په  درويشتمه په ورځ د  کورنۍ نغرۍ  د  رب  عبادت  کوی٠

      د کورنی نغرۍ رب په لرغونی زمانه کښی د چين  يوه افسانوی  رب  او د  اسمانی امپراطور لخوا هرې  کورنۍ ته  ليږل شوی مامور ؤ٠ وايی چه هغه  اسمانی امپراطور د امر له مخی بايد هر کال اسمانی امپراطور ته  د خپل ماموريت  په باب  شفاهی راپور  وړاندی کړی، نو مځکنی خلک د  دی رب  ډيره  درناوی کوی ٠ د  کورنۍ نغرۍ د  رب  د  خوښولو دپاره  په  ولسونو کښی  هر کال  د  کورنی نغرۍ  د  عبادت  عادت رامنځ ته شويدی٠ په چين کښی  د  کورنی نغرۍ دعبادت  په باب  ډيرې  زياتې په زړه پوری کيسې  شته٠

        پخوا  يو  بډای سړی  چه جانګ شينګ  نوميده،   د ده  ميرمن  دينګ شيانګ  ډيره  ښکلی  او  احسانمنده ښځه وه٠ دوی دواړو اصلأ  يو له بل  سره  ډيره مينه  درلودله او  ژوند يی  ډير نيکمرغه  ؤ٠  خو يوه ورځ  جانګ شينګ  په  يوه بل  ځای کښی  د  سوداګرۍ  په بهير کښی  د  لی های تانګ  په نامه له يوې  بلې  ښکلی پيغلې سره وليدل  او ورسره  يی  عشق  پيدا کړ٠  کله چه پيغله  لی های تانګ   خبره شوه چه  جانګ شينګ ډير بډای سړی دی، نو هغې هم  په  فعاله توګه  جانګ شينګ ته  د  مينې نيت  وښود٠ لږه موده  وروسته  جانګ شينګ  له  لی های تانګ سره  واده  وکړ٠ خو  لی های تانګ  وليدل چه  د  جانګ شينګ  لومړی  ميرمن  دينګ شيانګ د ځان  په نسبت ښايسته ښکاری او  رسمی  ميرمن  يی هم  ده،  نو له هغې سره يی حسادت وکړ  او  جانګ شينګ  يی دی ته اړ کړ چه  له  دينګ شيانګ  څخه  جلا شی او هغه   له  کور څخه  وشړی٠ په پای کښی  د  لی های تانګ  هدف  ترسره شو٠  

      وروسته له هغه جانګ شينګ له تجارت څخه  لاس  واخيست او  هره ورځ  به  يی  له  لی های تانګ  سره  تجملی ژوند تيراوه چه  له  دوو کالو څخه  په لږه موده  کښی يی  خپلې ټولې  شتمنی  بی ځايه  مصرفې کړې٠ کله چه جانګ شينګ غريب شو ،  لی های تانګ هم  له هغه څخه  لاړه  او  له  بل  بډای سړی  سره  يی واده  وکړ٠  بيوزلی جانګ شينګ د  يوازيتوب  په حال کښی نور کار نشو کولای او مجبورأ  به يی ګدايی کاوه٠   يوه ورځ  چه  سختې واوره  واوريدلې، جانګ شينګ  د  لوږې او  سوړوالی په اثر د  يوه  بډای سړی د  کور په وړاندی  بی سده شو، کله چه  د دی کور  مزدورې هغه وليد  ، د کور خاوندې   ته  يی  دا خبر ورکړ او  جانګ شينګ  يی  پخلنځی ته  يووړ٠  لږه شيبه  وروسته  د کور خاونده د  ګدايګر د احوالو د پوښتنې دپاره  پخلنځی ته  راغله٠ جانګ شينګ  چه  د دی کور خاونده يی  وليدله ، ډير حيران شو، ځکه چه  هغه  خپله پخوانی ميرمن دين شيانګ وه چه  دوه کاله دمخه يی  شړلې وه   ٠ په هغه وخت کښی جانګ شينګ  ډير شرميده  شو او  ويی غوښتل چه  ځان  پټ کړی، خو  پناه ګاه  يی  پيدا نکړه ،  نو هغه  مجبورأ  د  نغرۍ  سينې ته  داخل شو  ٠  دين شيانګ  چه  په پخلنځی کښی ننووتله،  ګدايګر يی و نه ليد او  په تعجب کښی شوه ٠  خو هغې  د نغرۍ په سينه کښی  کوم شی وليد او  ورڅخه  يی  راوايست ،  هغه  حيرانه شوه  چه  دا  ګدايګر  خپل پخوانی  خاند  جانګ شينګ  دی  ،   خو په اور کښی د  سوځيدو له امله  مړ شو٠  څو ورځې وروسته دين شيانګ  هم له   ډير غمه  مړه شوه ٠  کله  چه  اسمانی امپراطور  په دی  خبر شو، دا  حساس يی وکړ  چه  جانګ شينګ  پر خپلې  سهوا  باندی پوه شوی او  يو  ښه  سړی   ګڼل کيږی،  نو هغه يی  د نغرۍ  د رب  په حيث  مقرر کړ٠ وروسته  له هغه   خلکو  د دين  شيانګ د  درناوۍ  د څرګندولو دپاره  هغه  د  نغرۍ  د ښځينه رب  په توګه  وګاڼه  او  له  اوږدې مودې  راهيسی  د  جانګ شينګ  او  دين شيانګ  د  روح  تختې  سره يو ځای په  پخلنځی کښی  ږدی ٠