د چينائيانو دپاره د  ډودۍ  خوړلو  ځانګړی  اله  ٌٌ  کوای ځه ٌ  
中国国际广播电台

      

وايی چه  په نړۍ  کښی د  ډوډۍ خوړلو دری ډول  الات  شته ٠ د  نړيوالو  په سلو کښی څلويښت  برخه  په   مستقيمه توګه   په  لاسونو ډوډۍ  خولې ته  اچوی،  په  سلو کښی ديرش برخه  يی    چاقو او  پنجې د  ډوډۍ خوړلو د الې په توګه استعمالوی او  نور  ديرش  برخه  يی  له  ٌ  کوای  ځه  ٌ  څخه  استفاده کوی٠

        ٌ  کوای ځه ٌ د چينائيانو ستره  اختراع  ده٠  ان  څه دپاسه دری زره کاله دمخه  د چين  د   ٌ  شانګ ٌ  له  سلسلې څخه   له ٌ  کوای ځه  ٌ  څخه  استفاده  کيدله٠  د ليری لرغونی زمانې چينائيانو  په اور  د  خوراکی شيانو د  وريتولو  په وخت کښی د خپلې خوښې سره سم  دوه  نرم  لرګۍ  يا  باڼسونه   ماتول، د  هغو په  وسيله به  يی  خوراکی شيان  اخيستل او  خولې ته  به  يی  اچول چه   په دې  توګه   له يوې خوا  لاسونه  نه سوځيدل او  له  بلې خوا  يی  تاوده  شيان  خوړلای شول٠ نو دغه دوه  لرګی  يا  باڼسونه   ګام په ګام  په  ٌ  کوای ځه  ٌ   بدل شول٠  د  ٌ  کوای ځه  ٌ  جوړښت  ډير  ساده  دی چه  د  شکل  په  لحاظ  يوازی  دوه  نری  لرګی  دی٠  د  چين  ٌ  کوای ځه  ٌ  دا  شکل لری  چه  پاسنی برخه  يی غټه  او مربع  ښکاری او  لاندينی  برخه يی  نری او  مدوره ده٠ د دی شکل  ښيګړی دا دی  چه  لومړی - په لاس کښی په اسانه توګه نيول کيکږی او نه ښوئيږی٠ دوهم پر ميز باندی د ايښودلو په  وخت کښی  نه  نغړيږی٠دريم  څرنګه چه   د هغو  لاندينی برخې  ښوی او مدورې دی ، نو د هغو په وسيله  خولې ته د  خوراکی شيانو د  اچولو په وخت کښی  شونډه  نه زخمی  کيږی٠

      که څه هم  ٌ  کوای ځه ٌ  ساده  دی،  خو چينائيانو  د هغو د جوړولو په برخه کښی زيات کوششونه کړيدی٠  هان  څه دپاسه دوه زره کاله مخکښی د فيل له غاښونو او ميسو څخه  ٌ  کوای ځه ٌ  جوړيدل ٠  له ميلادی  شپږمې پيړۍ نه وروسته  شاهی ماڼۍ، محلی حکومتونو او د مامورينو او  بډائيانو  کورونه  له  سرو او  سپينو زرو څخه  ٌ کوای ځه ٌ  جوړ کړل او  له  يشمو او  مرجانو څخه يی  ٌ  کوای ځه ٌ   حکاکی کړل ٠  دغه راز ځينو چينائيانو په  سپينو زرو  د  عادی کوای ځه  سرونه  پوښ کړل  ترڅو چه  له دی لاری  د خوراکی شيانو معاينه وکړی چه  زهر لری  که نه ؟  که  زهر ولری، د  کوای ځه   نقرئی  سرونه  به  سمدلاسه  تور يا  شنه  شی٠

      ٌ  کوای ځه  ٌ  د چينائيانو په دودونو کښی  مهم  رول لوبوی٠  په ځينو ځايونو کښی د نجونو د واده  په وخت کښی   مورنی کور حتمأ  ناوې او زوم  ته د  جېزونو په توګه  هغه    ٌ  کوای ځه  ٌٌ او کاسې ورکوی چه  په سرو  تارو   سره يوځای  تړل کيږی٠  څرنګه چه په  چينی ژبه  کښی  د  ٌ  کوای  ځه  ٌ   له  جملې څخه  د  ٌ  کوای ٌ  تلفظ  د   ٌ   ژر ٌ  له  تلفظ  سره  يو شان دی او د   ٌ  ځه ٌ   او  ٌ  اولاد ٌ  تلفظ  يو شان دی،  نو د  ناوې  مور او پلار  غواړی چه  د  ٌ  کوای ځه ٌ   د  ورکولو له لاری  خپله  هغه  أرزو  څرګنده کړی چه  ناوې  ٌ  ژر ٌ   ٌ  اولادونه ٌ  وزيږوی٠

       له  ٌ  کوای ځه  ٌ  څخه  د استفادې  مهارت   خارجيان هم  راجلب  کړيدی٠  حتی د لويديځې  نړۍ  په  ځينو  هيوادونو کښی  هيوادوالو  ته   له  ٌ  کوای ځه  ٌ  څخه د  استفادې د ورزده کولو دپاره خاص کورسونه  جوړ شويدی٠ د ځينو  طبی متخصصانو په  نظر،  له  ٌ کوای ځه ٌ  څخه  استفاده کول  د  بدن   څه دپاسه  ديرش  بندونه (  مفاصل )  او  څه دپاسه  پنځوس  ټوټې غوښې ښوريږی  او  په دی توګه  د  لاسونو د مهارت او د دماع  د  ودې دپاره  ګټور دی٠ که  څه  هم   چين د  ٌ  کوای ځه  ٌ    سرچينه ده ،  خو  په نړۍ کښی  د  ٌ  کوای ځه  ٌ  لومړی  موزيم  په المان کښی پروت  دی  او پکښی  څه دپاسه  لس زره ډوله  هغه ٌ  کوای ځه   ٌ  ښودل کيږی  کوم چه  له  سرو او سپينو زرو،  د  يشمو له ډبرو يا  د  ژويو  له  هډوکو  او داسی نورو  موادو څخه  جوړ شويدی٠  دغه  ٌ  کوای ځه   ٌ  له بيلا بيلو هيوادونو او سيمو  څخه  راټول شوی او په مختلفو  تاريخی زمانو کښی جوړ شويدی٠