中国国际广播电台
  
 
      
د چين د  عنعنوی خوراکونو خصوصيت  د  اخترونو د نمانځنې په وخت
کښی ډير څرګنديږی٠ د هر کال 
پسرلنی اختر،  د  ٌ دوان وو
ٌ  اختر او  د  ٌ  جونګ چيو
ٌ  اختر د چين  دری  عنعنوی 
جشنونه دی او  د دغو درو 
اخترونو د  نمانځنې دپاره 
چينائيان  په جلا جلا توګه 
د  ٌ  يوان سياو ٌ ، ٌ  ځونګ
ځه  ٌ او  ٌ  يوې بينګ ٌ  په
نامه  دری  ډوله  خوراکونه 
خوری٠   
      په چين کښی  د  زراعتی جنټری  نوی کال  يعنی پسرلنی اختر
د  چينائيانو  يو ډير دروند  جشن
دی او د  دی  اختر د  نمانځنې
دپاره  د  خوراکونو د خوړلو په
باب يو لړ  دودونه شته ٠ د  نوی
کال  په پنځلسمه  ورځ  کښی  د  ٌ 
يوان سياو ٌ  په نامه  د خوراک 
خوړل  د  پسرلنی  اختر د نمانځنې 
وروستنی  فعاليت  دی٠
  
د  چين  په  شمال او  جنوب کښی د
 ٌ  يوان  سياو  ٌ   د جوړولو
طريقه  توپير لری ٠ په شمالی سيمه
کښی د  ٌ  يوان سياو ٌ  جوړول  د
ٌ  يوان سياو ٌ  رغړيدو ته  ويل
کيږی او طريقه  يی دا ده چه 
لومړی د  کنجدو له  دانو،   مځکنی
بادام ،  د  لوبيا له  پودر او 
بورې  څخه   ټوټې ټوټې قيمې
جوړيږی او  ورباندی  اوبه  شندل
کيږی ، بيا  په ټکری کښی د 
سريښناکو وريجو پوډر او  نوموړی
قيمې اچول کيږی او  په  تکرار سره
ټکری  ښوريږی تر څو چه د  قيمې د
رغړيدو په  بهير کښی  ورباندی 
پوډر سريښ شی او  ورو ورو  لوی
شی،  کله چه  د  پينګ پانګ د توپ
 په شان  مدورې  کرې  رامنځ  ته
شوی ،  ٌ  يوان سياو  ٌ   هم 
بشپړ شويدی٠    
      د چين په  جنوبی سيمه  کښی د  ٌ  يوان سياو ٌ  جوړولو 
طريقه  دا ده چه  د  سريښناکو
وريجو  پوډرو ته  اوبه اچول کيږی 
او  د  اخښل کيدو  وروسته  کوچنی
کرې رغړيږی ،  بيا  د  غوزانو
 له  زړو، مځکنی بادام ، د 
کنجدو  له  تخمونو او  د  لوبيا 
له  پودر  او  داسی نورو شيانو
څخه  قيمې  جوړيږی،  ورپسی  ټوټې
ټوټې  قيمې  د  نوموړو کوچنيو کرو
 په  منځ  کښی  ډکيږی ٠
 
 
       ٌ  يوان سياو ٌ  په   اوبو کښی پخول کيږی  او  ډير
خوندور دی٠  څرنګه  چه  ٌ  يوان
سياو  ٌ  مدور دی او په  چينی ژبه
کښی  ٌ  مدور ٌ   د غونډيدو  يا 
يووالی  معنی لری ،  نو  په  چين
کښی د  ٌ  يوان  سياو  ٌ  خوړل 
د  کورنۍ  د  ټولو  غړو  د
يووالی  نښه  ګڼل کيږی٠ 
     د چين د  زراعتی جنټرۍ له مخی د  پنځمې مياشتې  پنځمه
ورځ  د  ٌ  دوان وو ٌ  په نامه يو
بل دروند عنعنوی اختردی ، د دی
اختر د نمانځنې دپاره   چينائيان 
د  ٌ ځونګ ځه ٌ  په نامه  د
ځانګړی  ډوډۍ د خوړلو عادت لری٠ 
ٌ ځونګ ځه ٌ   د  باڼسو او نلونو 
د پاڼو په وسيله د سريښناکو وريجو
په پيچولو سره جوړيږی اود  پخيدو 
نه  وروسته  خوړل کيږی٠ د چين په 
ځينو ځايونو کښی  د  ٌ ځونګ ځه 
ٌ  د  جوړولو په  وخت کښی  په
سريښناکو وريجو کښی  خرما، 
لوبيا  ،  غوښه  يا  وچې ميوې
هم   ګډيږی٠ 
      ٌ  ځونګ ځه ٌ  د  اختر د نمانځنې د  خوراک  په  حيث 
لرغونی تاريخ لری٠  د چين په
ولسونو کښی  يو داسی
استدلال
 شته چه  د  ٌ  دوان  وو
ٌ  په اختر کښی  د  ٌ  ځونګ ځه ٌ 
خوړل د لرغونی زمانې د  ستر هيواد
پرست  شاعر  چيو يوان  د  يادونې
دپاره  دی٠  وايی چه  د 
قبلالميلاد  په  دريمه  پيړۍ کښی
د شاعر  چيو يوان  وطن  ٌ  چو ٌ
 د  يوه بل  سلطنت  لخوا اشغال
شو،  نو  هغه  د  پنځمې مياشتې په
پنځمه ورځ   په غمجنه توګه    د 
ٌ  مي لو  ٌ  سيند ته  ځان 
واچاوه او  مړ  شو٠ وروسته  له
هغه  خلکو دا ورځ  د  شاعر  چيو
يوان  د  يادونې ورځې  په  توګه 
وټاکله ٠  د  هر کال په دی ورځ
کښی د ٌ چو ٌ   د  سلطنت  خلکو به
د باڼسو په نلونو کښی وريجی
ايښودلې او  سيندونو ته به  يی
 اچولې  او  له دی لاری به  يی د 
چيو يوان  په وړاندی  احترام 
څرګندوه٠ په  اوږده  تاريخی موده
کښی د  باڼسو په نلونو کښی د 
وريجو ايښودل  ورو ورو  د  ٌ 
ځونګ ځه  ٌ  په جوړولو  بدل شويدی
٠  ٌ  ځونګ ځه ٌ  نه يوازی د 
اختر د  نمانځنې دپاره  خوندور
خوراک  دی،  بلکه  د  ولسونو
لخوا  د  تحفې په توګه  خپلوانو
او دوستانو ته ورکول کيږی ٠
 
       د  زراعتی جنټرۍ  د اتمې مياشتې   پنځلسمه ورځ   د  ٌ
جونګ چو ٌ  په نامه  د چينائيانو 
دريم  دروند  اختر دی٠  څرنګه چه
د دی ورځې  په ماښام  سپوږمۍ 
ډيره  لويه او  مدوره  ښکاری  او 
په چينی ژبه  کښی ٌٌ مدور ٌ  د 
غونډيدو او  يووالی معنی لری، نو 
د  ٌ جونګ چيو ٌ  اختر  د کورنۍ د
غړو  د  غونډيدو  په اختر هم 
ياديږی٠ د دی اختر په ماښام  د
چين  د  هرې کورنۍ  ټول غړی  سره
يو ځای سپوږمۍ ګوری  او  د ٌ  يوې
بينګ ٌ  په نامه  خاص خوراک خوری٠
ٌ  يوې بينګ ٌ  يو ډول  د  سپوږمۍ
په شان  مدوره  وچه  ډوډۍ ده چه 
په منځ کښی يی  خوندور قيمه  اچول
کيږی او په  دوو مخونو کښی يی  د 
سپوږمۍ په باب  د افسانې کيسې د 
منعکسولو په هکله تصوير او  د 
يووالی د څرګندولو په باب  چينی
ليک دود  ليدل کيږی٠ 
       ٌ  يوې بينګ ٌ  هم  يو ډول  ښه  تحفه  ده ،   د  ٌ جونګ
چيو ٌ  اختر له رارسيدو  نه 
مخکښی  د چين د  بيلا بيلو ځايونو
په  دکانونو او  سوپرو مارکيټونو
کښی ډير  زيات  ٌ  يوې بينګ ٌ 
ليدل کيږی٠ 
 
 
 
 
  |