د ٌ  جاو ځه  ٌ  په نامه  د  چين   عنعنوی  ډوډۍ
中国国际广播电台

    

  ٌ جاو ځه ٌ  د چين   يو ډول  عنعنوی ډوډۍ ده،  دا چه د يوې کورنۍ ټول غړی  سره يوځای  ٌ جاو ځه  ٌ  خوری، د کورنۍ  يووالی  څرګندوی، د ميلمنو په وياړ  د  ٌ جاو ځه  ٌ    کورنی ميلمستيا جوړول  د ميلمنو د  درناوۍ او تود هکلی د څرګندولو معنی لری٠ که  يوه خارجی  په چين کښی  ٌ  جاو ځه ٌ   خوړلی نه وی،  ممکنأ  هغه به  دا نظر ولری چه چين ته  خپل سفر څومره  اهميت  نه لری٠ نو ويل کيږی چه  د ٌ  جاو ځه ٌ خوړل  د چين  د کلتور  يوه  برخه  ده  ٠

      د  ٌ  جاو ځه  ٌ  جوړولو طريقه دا ده   چه  لومړی  له  ميده شويو غوښو، سبزيو او  مسالو څخه  قيمه  چمتو کيږی او  له اخښل شويو اوړو څخه  کوچنی مدورې او  نازکې ورقی  غوړول کيږی، ورپسی د  دغو نازکو ورقو  په وسيله د قيمو په پيچلو سره  د  نوی مياشتې په شکل ٌ جاو ځه ٌ جوړيږی او بيا په  جوشو اوبو کښی پخيږی٠  پخوا په چين کښی  يوازی د اخترونو د  نمانځلو په  وخت کښی ٌ جاو ځه  ٌ  خوړل کيدل ، خو اوس  چينائيان  هر وخت  داسی خواړه  خوړلای شی ٠

په  چين کښی  د  عنعنوی  پسرلنی اختر د نمانځنې په دخت کښی  هر کور حتمأ  ٌ جاو ځه ٌ  خوری او  د  ٌ  جاو ځه  ٌ د خوړلو په بهير کښی داسی عادت  شته چه  له  پخيدو نه  وروسته  لومړی کاسه  ٌ  جاو ځه ٌ   بايد  د  مړه شويو اسلافو د  عبادت دپاره  د  نذر په توګه  کيښودل شی،  دوهمه  کاسه  يی  بايد  د  نغرۍ  د  رب  د  درناوی دپاره کيښودل شی  او بيا  وروسته  د  کورنۍ  غړی  د  ٌ  جاو ځه ٌ  په  خوړلو  پيل کوی، دغه راز  د  خوړلو په  وخت کښی بايد  وشماری  چه  بايد  جفت عدد وخوری  او  تاق  نه ٠

      د هر کال  په  وروستی ورځ   د  هرې کورنۍ ټول غړی  چه که  په نورو ځايونو کښی  کاراو  زده کړه  کوی   يا   تجارت  کوی،  بايد خپل کور ته  بيرته  ولاړ شی ترڅو چه  سره يوځای ٌ  جاو ځه  ٌ   جوړ کړی  او  و يی خوری  او  له خوښۍ او خوشحالۍ  څخه په  ډکه فضا کښی  د  پسرلنی عنعنوی اختر   رارسيدو  ته   انتظار وباسی٠

     خو اوس  په  واقعی ژوند کښی  زيات ښاريان  پخپله  ٌ جاو ځه  ٌ   نه جوړوی،  هرکله چه  اخترونه  راځی،  دوی له  سوپر مارکيټ  څخه  ٌ  جاو ځه  ٌ  اخلی او  حتی    د کورنۍ  ټول غړی  په  رستوران کښی  ٌ  جاو ځه  ٌ  خوری٠