中国国际广播电台
د چين د بيجنګ اوپرا د ختيځې نړۍ
د اوپرا بل نوم نومول شوی دی ٠دا
اوپرا بيخي او بالکل د چين ملي
کلتور عصاره ده ، څرنګه چې نوموړي
اوپرا په بيجنګ کې رامنځته شوې ده
، نو ځکه خلک ورته د بيجنګ اوپرا
وايي ٠ د بيجنګ اوپرا څه دپاسه
دوه سوه کاله تاريخ لري ،د بيجنګ
اوپرا سرچينه د څو محلي اوپراوو
څخه رامنځته شوې ده ، په تيره
بيا د چين د ان خوي ولايت محلي
اوپرا د بيجنګ د اوپرا د رامنځته
کيدو دپاره ستر او مهم رول لوبولی
دی ، په ١٧٩٠ کال کې د ان خوي د
ولايت د اوپرا يو هنري هئيت د
امپراطور د زيږيدنې د ورځې د
نمانځنې دپاره پايتخت بيجنګ ته
راغی او ښه ننداره يې وښودله ،
ورپسي د نوموړي ولايت زياتو هنري
هئيتونه هم د نندارې د ښودلو
دپاره د بيجنګ ښار ته هم راأغلل ٠
د شلګونو کالو د تيريدو نه وروسته
د شلمې پيړۍ تر لومړيو وختونو
پوري د بيجنګ اوپرا په اساسي ډول
راممنځته شوه او په چين کې د
لويو او مهمو اوپراوو څخه شميرل
کيږي٠

د چين د بيجنګ په اوپرا کې پخوا څلورو تنو لوبغاړو ډير شهرت
موندلی و چې دوي په جلا جلا
توګه مۍ لان فانګ ، شانګ سياو
يون ، چنګ يان چيو او سيون
خوي شينګ نوميدل ،هنرمند مۍ
لان فانګ په نړۍ کې هم ډير
شهرت وموند ،

تصوير :څلور نامتو
دان
د چين د ورخلاصون
او اصلاحاتو د پيل کيدو نه راهيسي
د بيجنګ اوپرا نوي ترقي هم موندلې
ده ٠ هغه د چين د عنعنوي کلتوري
او هنري عصارې په توګه د چين د
حکومت قوي ملاتړ خاصل کړی دی ،
دغه راز د بيجنګ اوپرا د چين او
خارجي
هيوادونو ترمنځ د کلتوري راکړې
ورکړې په بهير کې ډير ښه او مهم
رول لوبولی او لوبوي يې ٠
|