中国国际广播电台
د ميلادي لسمې پيړۍ نه تر دوولسمې پيړۍ پورې د چين په شمال
ختيځ کې د ملي اقليت د((
لياو)) په نامه يو رژيم و او
څوڅو ځله يې د هان قوم د
((سونګ )) پر امپراطوري
حکومت باندې تيري وکړ اود
دواړو حکومتونوترمنځ به کال
په کال جګړې پيښيدلې ٠
د سونګ په امپراطوري حکومت کې د يانګ جيا جيانګ په نامه
يوه کورنۍ موجوده وه چې د کورنۍ
د غړو اکُثريت يې د چين په وو شو
يعني په ګونګ فو باندې ډير ښه
پوهيدل ، د نوموړي کورنۍ خاوند
يانګ يې او ميرمن يې شې ساي خوا
نوميدل ، دوي اته زامن او دوې
لوڼې درلودلې ، ټول يې په وو شو
کې لوي لاس درلود او ډير توريالي
وو او په زياتو جګړو کې يې سترې
کارنامې ترلاسه کړې وې ٠

په
يوه جګړه کې د يانګ جيا جيانګ
څلورم زوي يانګ يان سي د لياو
د حکومت د پوځ د چلبازي له
امله د لياو د پوځيانو لخوا
ونيول شو٠ خو د لياو پوځيان
هغه ونه پيژاند ، د لياو د
رژيم ملکې وليدل چې يانګ يان
سي يو ښه ځوان دی او په وو شو
ډير ښه پوهيږي نو خپله لور يې
د يانګ يان سي ته ورکړه٠
يانګ يان سي د شهزادګۍ سره د
واده کولو نه وروسته ديوه زوي
خاوند شو٠
د ١٥ کالو نه وروسته د لياو په نامه حکومت يو ځل بيا په
لويې پيمانې سره د سونګ پر
امپراطوري حکومت باندې يرغل وکړ٠
يانګ يان سي او دده ميرمن هم د
ملکې سره جنګي ډګر ته ورسيدل ٠د
يانګ جيا جيانګ د کورنۍ شپږم زوي
يانګ يان جاو د سونګ د امپراطوري
حکومت د مارشال په توګه وټاکل شو
او د خپلې مور او دکورنۍ د نورو
غړو سره هم جنګي ډګر ته ورسيدل ٠
د يانګ جيا جيانګ د کورنۍ څلورم
زوي يانګ يان سي خبر واخيست چې
مور يې هم نظامي ډګر ته راغلې ده
، نو ويې غوښتل چې د سونګ د
امپراطوري حکومت نظامي کمپ ته
ولاړشي او د خپلې مور او د کورنۍ
د نورو وروڼو او خويندو سره وګوري
، خو څرنګه چې دواړه خواوي
دښمنان وو ، د لياو په نظامي کمپ
کې بې د ملکې د حکم د لوحې څخه
هيڅوک ونشو کړای چې د (( لياو))
له پوځي کمپ څخه د(( سونګ ))
نظامي کمپ ته ولاړشي په دې وخت
کې يانګ يان سي مجبورشو چې خپله
اصلي څيره يې خپلې ميرمنې شهزادګۍ
ته وښيي او د ميرمنې څخه يې
غوښتنه وکړه چې خپلې مور ته د
کتنې په غرض ورسره مرسته وکړي ٠ د
خپل ميړه د پر له پسې غوښتنو له
امله د يانګ يان سي مهربانې
ميرمنې پريکړه وکړه چې د خپل ميړه
سره مرسته وکړي ، يوه ورځ هغې د
خپلې مور ملکې څخه فرمان په پټ
ډول ترلاسه کړه او خپل ميړه ته يې
ورکړه ، يانګ يان سي د نوموړي
فرمان په لرلو سره په سالمه توګه
د(( لياو))
له
پوځي کمپ څخه د ((سونګ )) د
امپراطوري حکومت نظامي کمپ ته
ورسيد او د خپلې مور ، وروڼو او
خويندو سره يې وکتل ٠
|