پخوا يو طبيب و
چې جو هونګ ده نوميده د شاهي
طبيب په حيث په شاهي ماڼۍ کې يې
کارکاوه ، وروسته د زړښت له امله
هغه د شاهي ماڼۍ څخه خپل پلرني
کور ته بيرته ستون شو ، هغه يو
ډير قيمتي طبي کتاب درلود او پکې
يې د راز راز ناروغيو او امراضو د
علاج او تداوي طريقې ليکلې وې ،
په يوه کال کې د جو هونګ ده په
وطن کې سخت سيلاب رامنځته شو،
جوهونګ دهد سيلاب څخه يو هلک چې
لياو جونګ پينګ نوميده بچ کړ او
هغه يې د خپل رضاعي زوي په حيث
ومانه ٠ يوه ورځ ملګه ناروغه شوه
، زوړ طبيب جوهونګ ده خپل زوي جاو
نيان او رضاعي زوي لياوجونګ پينګ
ته وويل چې پايتخت ته ولاړشي او
د ملکې د ناروغي علاج وکړي ،
دواړه هلکان د خپل پلار د خبرې
سره سم قيمتي طبي کتاب له ځان
سره يووړ او د پايتخت خوا ته
وخوځيدل ، په لاره کې رضاعي زوي
لياو جونګ پينګ ددې دپاره چې
پخپله د ملکي د ناروغي علاج وکړي
او جايزه ترلاسه کړي نو خپل ورور
جاو نيان يې له غره څخه سيند ته
وغورځاوه او د طبي کتاب په وړلو
سره پايتخت ته ولاړ او په شاهي
ماڼۍ کې يې د ملکې د ناروغي علاچ
وکړ او ملکه جوړه شوه٠ امپراطور
جونګ پينګ ته ډير زيات سره او
سپين زر ورکړل او هغه يې د مامور
په توګه مقرر کړ٠
جونګ
پينګ په ډير عزت او ابدو سره کور
ته بيرته ستون شواو پلار ته يې
درواغ وويل ، هغه وويل چې ورور
يې جاو نيان د بې پروايي په اثر
له غره څخه سيند ته ولويد او مړ
شو٠ په عين وخت کې بې وجدانه لياو
جونګ پينګ د خپل بدکار د تل پټولو
دپاره د سپين ږيري طبيب جوهونګ ده
کور وسوځوه او ويې غوښتل چې د
سپين ږيري د کورنۍ ټول غړي مړه
کړي ٠ خو جو هونګ ده او دده نږور
شو سيان له اور څخه وتښتيدل٠ د
نوموړي بدبختۍ له امله سپين ږيري
جو هونګ ده ناروغه شو او کورنۍ يې
هم غريبه شوه ، د جو هونګ ده د
ناروغي د علاج او د کورني د نورو
غړو د ژوندي پاتي کيدو دپاره د جو
هونګ ده نږور شوسيان مجبوره وه چې
د دوهمې ښځې په توګه د جنرال
شيونګ يي منګ سره نکاح وکړ ٠ د
واده کولو په ورځ دښمن راغلل ،
جنرال شيونګ يي منګ د مارشال په
امر جنګي ډګر ته ولاړ او کوچني
زوي يې د ښځې شو سيان له خوا روزل
کيده ، د اتو کالو نه وروسته د
ښځې شو سيان زوي جوسياو پينګ او
پرکټي يعني د جنرال شيونګ يې منګ
زوي شيونګ خه اين لويان شول او
دواړه د ازموينو نه وروسته د خپلې
پوهې او ښو تعليماتو له امله د
امپراطور له خوا د مامورينو په
توګه وټاکل شول ، جو جاو نيان چې
پخوا د لياو جونګ پينګ لخوا سيند
ته غورځول شوی و د نورو خلکو په
مرسته له سيند څخه بچ شوی و او د
جنرال شيونګ يي منګ سره يې
اشنايي وکړه او خپله کيسه يې ورته
وويله ٠ د جګړې د پاي ته رسيدو نه
وروسته جنرال شيونګ يې منګ او جو
جاو ليان سره يو ځای په بري سره
پايتخت ته بيرته ستانه شول ٠
جنرال شيونګ يي منګ د جو هونګ ده
د کورنۍ د بدبختۍ په اړوند کيسه
امپراطور ته وويله ، امپراطور ددې
کيسې د اوريدو نه وروسته ډير په
قهر شو او امر يې وکړ چې د جو
هونګ ده رضاعي زوي لياو جونګ پينګ
په اعدام محکوم شي ، په پاي کې
جو جاو ليان د خپلې ښځې شو سيان
سره ګډ ژوند او شپې ورځې تيرولې ٠
|