ملي ولسی کانګرس

中国国际广播电台


  

د ولسی کانګرس  نظام د چين  اساسی سياسی نظام  دی .ملي  ولسی کانګرس  عالی دولتی  مقتدر ارګان دی  او د ولايتونو ، خودمختارو سيمو  ، د مرکزی  حکومت تر مستقيمی ادارې لاندی د ښارونو ، خاصو اداری  سيمو  او وسله والو قواؤ  لخوا  له  انتخاب شويو  استازيو څخه  جوړيږی  . ملی ولسی کانګرس د دولت تقنيني اختيار  ترسره کوی  او د دولت  په  سياسی ژوند کی دسترو او مهمو موضوعاتو په  باره کی  تصميم  نيسی .

د ملی ولسی کانګرس عمده  اختيارونه او دندی  دا دی _  د اساسی  قانون  اصلاح ، د اساسی قانون  د تطبيق  نظارت   ،  د جنايی  او مدنی  چارو ، دولتی  ارګانونو او نورو قوانينو جوړول  او د هغو  اصلاح کول  . د ملی اقتصاد او ټولنيز انکشاف  په هکله د پلان او ددی پلان د اجراأتو  او او د ملی بودجی  اود هغی د  اجراأتو په اړه د راپورونو څارل او منظورول . د ولايتونو ، خودمختارو سيمو او د مرکزی حکومت ترمستقيمی ادارې لاندی د لويو ښارونو د ټاکنی  منظورول  او د خاص ادارې سيمی  د جوړونی  او د هغی د نظام  ټاکل . د جګړې او سولی  اعلان کول . د رايی ګيرۍ له لاری  د دولت د عالی مقتدر ارګان يعنی د ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې د غړو ټاکل، د دولت د رييس او مرستيالانوانتخابول  او ددولتی شورا د صدراعظم  او د نورو غړو د کانديدانو ټاکل . د مرکزی نِظامی  کميټی د رييس  انتخابول او د نورو اړوندو غړو دکانديدانو ټاکل . د عالی ولسی محکمی  او د عالی ولسی څارنوالی  د رياست د رييسانو انتخابول . ملی ولسي کانګرس د پورتنيو پرسونلو د دندو د برطرفولو حق لری  . 

د ملی ولسی کانګرس  د ماموريت  هره دوره  پنځه کاله  دي  او هر کال  يوځل غونډه  جوړيږی . د ملی ولسی کانګرس د تعطيل  په موده کی  د هغه  د دايمی ارګان يعنی دايمی کميټې  لخوا  عالی دولتی قدرت اجرأ کيږی . نوموړی دايمی کميټه درييس ، مرستيالانو،سرمنشی  او غړو څخه جوړيږی .

           د چين  تقنينی چاری  د   ملی ولسی کانګرس او د هغه  د دايمی کميټې ، دولتی شورا او اړوندو وزارتونو او څانګو ،محلاتو،   قومی خودمختارو سيمو ، خاصو اقتصادی  سيمو او خاصو اداری سيمو لخوا  د قوانينوله جوړولوڅخه  عبارت  دي .