中国国际广播电台
د چين ولسی سياسی مشورتی
کنفرانس د چين د خلکو د وطن
پالونکی او واحدې جبهی موسسه
ده اود چين د کمونست ګوند په
مشرۍ دڅوګونديزی
همکاری او سياسی مشورو يو مهم
ارګان هم دی او د چين په سياسی ژوندانه کی له سوسياليستی
ديموکراسۍ نه داستفادی مهمه
لاره ګڼله کيږی .يووالی او
ديموکراسي د چين د ولسی سياسی
مشورتی کنفرانس دوه لوی اصلی
موضوعات بلل کيږی .
د چين د ولسی سياسی مشورتی
کنفرانس ملی کميټه د چين دکمونست
ګوند ، ټولوديموکراتيکو ګوندونو
او ډلو ،غير ګوندی شخصيتونو ،
ولسی سازمانونو ، بيلا بيلوملي
اقليتونو او مختلفوټولنو له
استازيو ، د هانکانګ او مکاو د
خاصو اداری سيمو او تايوان د
وطنوالو او له خارج نه د بيرته
راغلو چينايی اوسيدونکو له
استازيو او نورو ځانګړو بلنه ورکړ
شويو اشخاصو څخه جوړيږی .د ملی
کميټې د هری دورې د ماموريت
موده کاله ده .
سياسی مشورې ،
ديموکراتيک نظارت او په سياسی او
دولتی چارو کی برخه اخيستنه د
چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس
د ملی کميټې او محلی کميټو عمده
دندې ګڼلی کيږی .
د سياسی مشورو په باب مطالب دا
دي چه د نوموړو کميټو غړی د دولت
اومحلاتو په اړه دستروسياستونو او
پاليسيو د جوړيدو او په سياسی ،
اقتصادی . فرهنګی او ټولنيز
ژوندانه کی د مهمو تصميمونو د
نيول کيدو په وړاندی او د اړوندو
تصميمونو د عملی کيدو په بهير کی
د راپيدا کيدونکو مهمو پرابلمونو
په هکله سره مشوره کوی . ملی
کميټه او محلی کميټې د واکمن
کمونست ګوند ،د ولسی کانګرسونو د
دايمی کميټو،ولسی
حکومتونو،ديموکراتيکوګوندونواوډلو
او ولسی سازمانونو د تجويزونو او
پيشنهادونوسره سم د بيلا بيلو
ګوندونو او ولسی سازمانونو د
مسئولينو او د مختلفوقومونو او
محافلو د شخصيتونود استازيو په
ګډون غونډی جوړولای شی ، دغه
راز داړوندو موضوعاتو دڅيړنی په
نسبت پورتنيو څانګو او يونټونو
ته خپل پيشنهادونه هم وړاندی
کولای شی .
د ديموکراتيک نظارت
په اصطلاح د هيواد د اساسی
قانون ، نورو قوانينو او قاعدو
تطبيق تر نظارت لاندی دی ، د
پيشنهادونو او انتقاداتو د وړاندی
کولو په وسيله د هيواد د سترو
سياستونو او پاليسيو تطبيق ، د
دولتی ارګانونواو د هغو د
کارکوونکو کارونه تر نظارت او
څارنی لاندی راځی .
په دولتی او حکومتی چارو
کی د ملی کميټې او محلی کميټو
دغړو برخه اخيستنه په لاندنيو
وسيلو سر ته رسيږی چه نوموړی
غړې په سياسی ،اقتصادی ،فرهنګی او اجتماعی
ژوندانه کی د مهمو موضوع ګانو او
د وګړو د ګډې علاقی او پاملرنی وړ
مسئلو په باره کی په پلټنو او
څيړنو لاس پوری کوی او حکومت ته
د خلکو حالات او نظريات څرګندوی
او په دی اساس د تحقيقاتی
رپوټونو، تجويزنامو او
پيشنهادنامو له لاری يا په نورو
شکلونو سره واکمن کمونست ګوند او
دولتی ارګانونو ته خپلې نظريی او
پيشنهادونه وړاندی کوی .
د ١٩٤٩م کال د سپټمبر په مياشت کی
دچين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس
د ټولوغړو لومړنی غونډی د ملی
ولسی کانګرس پر ځای دا دنده ترسره
کړه چه د ټولو هيوادوالو د
ارادو په استازيتوب يی د چين د
ولسی جمهوريت د جوړيدو اعلان وکړ
او خپل مهم تاريخی رول يی
ولوباوه . د ولسی سياسی مشورتی
کنفرانس دغه دنده په ١٩٥٤ کال
کی د چين د لومړنی ملی ولسی
کانګرس په جوړيدو سره پای ته
ورسيده ، مګر نوموړی کنفرانس
په چين کی د ډيری پراخی وطن
دوستی متحدی جبهی د موسسی په
توګه لا هم ساتل شوی دی او د
هيواد د سياسی او اجتماعی ژوند
او له خارجی هيوادونو او سيمو
سره د دوستانه تګ راتګ په
فعاليتونو کی يی ډير زيات ګټور
کارونه کړی او ستر خدمتونه يی
سرته رسولی او رسوی يی . د
٢٠٠٤کال د مارچ تر مياشتی پوری
د چين د ولسی سياسی مشورتی
کنفرانس ملی کميټې د نړۍ د ١٠١
هيوادونو له ١٧٠ اړوندو ارګانونو
او ٨ نړيوالو او سيمه ايزو موسسو
سره اړيکی ټينګی کړی او ورسره
يی په دوستانه توګه راکړې
ورکړې کړی دی .
|