| 
中国国际广播电台
  
 
د چين د کمونست ګوند مرکزی نظامی کميټه  د واکمن
کمونست ګوند تر لارښوونی لاندی 
عالی  نظامی لارښوونکی  ارګان 
دی  او د رييس ، مرستيالانو او
نورو غړو  څخه  عبارته ده . دغه
کميټه  د چين د کمونست ګوند د
مرکزی کميټې لخوا ټاکل کيږی  
اود هيواد وسله والی قواوی د
رييس  په  مشرۍ د کميټې تر
مستقيمی قوماندانۍ لاندی راولی
.    
  د چين د ولسی جمهوريت  مرکزی  نظامی کميسيون  د
دولت  نظامی لارښوونکی  ارګان دی 
او د  ملی وسله والو قواؤ 
قوماندانی کوی  .  په دی کميسيون
کی  رييس ، مرستيالان  او غړی 
شامل دي   . رييس يی  د ملی ولسی
کانګرس  لخوا  د رای ګيرۍ لاری
ټاکل کيږی  اوملی ولسی کانګرس او
د هغه دايمی کميټی ته مسئول  او مکلف  دی  .د مرکزی
نظامی کميسيون  د هری دورې  د
ماموريت موده  پنځه کاله ده  ،خو
د  دورو شمير  يی  نه ټاکل کيږی . 
د چين وسله والی قواوې  د چين د ولسی ازادی
بخښوونکی اردو ، د چين دولسی وسله
والو پوليسو د يونټ  او مليشاؤ 
څخه عبارتی دي .ولسی ازادی
بخښوونکی اردو  د هيواد په دايمی
وسله والې قوې پوری اړه لری ، د
وسله والو پوليسو يونټ د هيواد  د
امنيت او ټولنيز نظم  د ساتلو 
دنده  په غاړه لری  او مليشاوی 
يوه داسی وسله واله قوه بلله کيږی
چه په توليدی فعاليتونو کی  برخه 
لری  .   
دچين د کمونست ګوند د مرکزی نظامی کميټې  او د چين
د ولسی جمهوريت  د مرکزی نظامی
کميسيون اوسنی رييس  شي جين پينګ 
دی .   
 
   |