ولسی محکمی

中国国际广播电台


  

ولسی محکمی  د هيواد د محاکمی ارګان دی .  دچين په هيوادکی لومړنی عالی ولسی محکمه  او په  مختلفو ولايتونو ،خودمختارو سيمو او د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی په لويو ښارونو کی  لوړې ولسی محکمې  شته  . له  پورتنيو محکمو نه پرته ، منځنی ولسی محکمی  او د اساسی يونټونو ولسی محکمی هم  موجودې دي  .دچين د محاکمی  د عالی  ارګان  په توګه لومړنی  عالی ولسی محکمه  په خپلواک ډول د محاکمی  حق اجرا کوی   او د محلاتو د بيلا بيلو درجو د ولسی محکمو او اختصاصی ولسی محکمو د محاکمی  د کارونو د نظارت لپاره  ډير لوړ ارګان هم دی . لومړنی  عالی ولسی محکمه  ملی ولسی کانګرس  او د هغه دايمی کميټې ته  مسئول  دی او  د خپل کار په باب رپوټ ورته  وړاندی کوی  . د لومړنی عالی ولسی محکمی  د رييس او مرستيالانو ، دغه راز  د لومړنی  عالی ولسی محکمی  د محاکمی د کميټی د غړو تقرر   ټول  د ملی ولسی کانګرس  لخوا  فيصله  کيږی .

       د لومړنی  عالی ولسی محکمی  مسئوليت او دندې  دادی _  لومړی  هغې  دوسيې  تر محاکمی لاندی  نيول کيږی  کوم چه  د محلی محکمو لخوا اعلان شوی  نتيجې   نه منل کيږی او  د لومړنی عالی ولسی  څارنوالی د رياست  لخوا  د محاکمی د نظارت د پروګرام له مخی  وړاندی کيږی . دوهم  د اعدام  د محاکمی  منظوريږی  . دريم    د بيلابيلو درجو د ولسی محکمو لخوا  د اعلان  شوی   محاکمی  يا قضاوت د سهوو په مقابل کی  لومړنی  عالی ولسی محکمه حق لری چه  اړونده  دوسيه  تر خپلی محاکمې لاندی  ونيسی يا د  لاندنی درجی محلی محکمی  ته  حکم ورکړی  چه  تربيا محاکمی لاندی  ونيول شی  . څلورم  د هغو جرمونو د چوکاټ  د ټاکلواومنظورولو حق لری کوم چه د جزايی قانون  د مادو په  جمله کی  په واضيحه توګه  نه دی ليکل شوی . پنځم  د دوسيود محاکمه کولو په بهير کی  د اړوندو قوانينو د مشخص استعمال  او داسی نورو موضوعګانو په باب  توضيحات ورکول کيږی  .

    دچين د لومړنی  عالی ولسی محکمی  اوسنی  رييس  سياو يانګ  دی  .