中国国际广播电台
د
ولسی څانوالی رياست د هيواد د قانونی
نظارت ارګان دی او د څارنوونکی
حق د اجرأکولوله لاری خپلی
دندې ترسره کوی . نوموړی
رياست له وطن سره د خيانت او د هيواد د تجزيی په شمول مهمی او سختی قضيی تر
څارنی لاندی نيسی . د عامه
امنيتی ارګانونو په لاس کی نيول
شوی دوسيی د څارنی او
پيژندنی پراساس د اړوندو مظنونو مجرمينو د نيولو يا نه نيولو، اتهام يا نه
اتهام په هکله فيصله کوی . د
جزايی قضيو په مقابل کی قانونی
تعقيب وړاندی کوی او د
قانونی تعقيب ملاتړ کوی . د
عامه امنيتی ارګانونو، ولسی محکمو
، زندانونو او د هغو مجرمينو د
بندولو د ځايونو او د جسمی کار
په وسيله د مجرمينو د اصلاح کولو
د ارګانونو فعاليتونه ترڅارنی
او نظارت لاندی نيسی کوم چه د
عدليی تر تحقيقاتو لاندی دی او
محکوم نه دی شوی .
د ولسی محکمو په شان د ولسی څارنوالی رياست د اړوندو
قوانينو سره سم په خپلواک ډول
خپل واک عملی
کوی او د اداری ارګانونو
،ټولنيزو ډلو او اشخاصو له
مداخلو نه پرته . د قوانينو په
وړاندی هر تبعه ته په مساوی
سترګه ګوری . په چين کی
دلومړنی عالی ولسی څارنوالی
رياست ،د محلاتود بيلا بيلو درجو
د ولسی څارنوالی رياستونه او
د نظامی څارنوالی رياست جوړشوی
دی . دلومړنی عالی ولسی
څارنوالی رياست د هيواد په
استازيتوب په خپلواک ډول
څارنوونکی واک اجراکوی او دنده
يی په مستيقم ډول د ملی ولسی
کانګرس دايمی کميټې ته مسئول دی
او عمده دنده يی دا ده چه د
پورتنيو ټولو رياستونو په مشرۍ
او لارښوونه د قوانينو لمخی د
قانونی نظارت رول لوبوی ترڅو
دهيواد د قوانينو يووالی او
اتفاق او سم تحقق تامين کړی شی
.
ښاغلی جيا څوان وانګ د چين د عالی ولسی څارنوالی اوسنی
رييس دی .
|