| 
中国国际广播电台
  
 
 د  
چين کمونست ګوند د چين د کارګری
طبقی ، د چين  د خلکو اوچينی ملت
سرأهنګ ګڼل کيږی او د چين د
خصوصيت لرونکی  سوسياليزم د
ودانولو دداعيی د لارښوونی  زړی
دی  . هغه د چين د پرمختللی
توليدی قواؤ د انکشافی غوښتنی ، د
چين د مترقی فرهنګ د پرمختګ  د
جهت او دچين د ګڼ شمير وګړو د
اساسی ګټو نمايندګی کوی . 
         د چين  د کمونست ګوند عالی ارمان  او أخری مرام  د کمونيزم 
ترسره کول دی  . د ګوند  په 
اساسنامه کی ټاکل شوی چه  د چين
کمونست ګوند  مارکسيږم
 
–لنينيزم  ، دماو زه دونګ افکار ، د دينګ
شياو پينګ  تيوری او (( د درو 
نمايندګيو )) په باب مهمه مفکوره
 د خپلو عملياتود لارښود په توګه 
ګڼی . 
     د چين کمونست ګوند د ١٩٢١کال د جولای په مياشت کی جوړشوی . د
١٩٢١کال نه نيولی تر ١٩٤٩کاله
پوری د چين  خلکو د کمونست ګوند
تر لارښوونی لاندی د ګرانو او
سختو مبارزو نه وروسته د
امپراليزم  ، فيوډاليزم  او
بوروکرات کاپيتاليزم تسلط  سرچپه
کړی  او د چين  ولسی جمهوريت  يی
جوړ کړی دی . د نوی چين  د جوړيدو
نه راوروسته  د چين د کمونست ګوند
په  مشرۍ  دهيواد د بيلا بيلو
قومونو  وګړو ملی خپلواکی  او
امنيت  ساتلی  ، په بريالی ډول يی
د چين  ټولنه  دنوی ديموکراسی 
څخه  د سوسياليزم  مرحلی  ته 
رسولی او د پلان  سره سم  يی  په 
لويی  پيمانی سره د سوسيالستی
ابادۍ  په بهير پيل کړی ،  او په
دی توګه   د چين اقتصادی او
فرهنګی چارو  په تاريخ کی بی ساری
 او ستره ترقی موندلی ده . 
      په ١٩٥٦کال کی د توليدی وسايلوپه برخه کی د سوسيالستی اصلاحاتو
د دندې  د ابتدايی  ترسره کيدونه
وروسته  د سوسياليزم   د ودانولو
او ابادولو په  بهير کی د چين کمونست ګوند د  تجربو د کمبود  او کموالی له امله  ځينی سهوې 
وکړې  ،په تيره بيا  له ١٩٦٦نه
نيولی تر ١٩٧٦کاله پوری   په لسو
کالو کی  د  (( لوی کلتوری انقلاب
 ))   سخته سهوه وشوه  . 
        د ١٩٧٦کال د اکتوبر په مياشت کی د (( لوی کلتوری انقلاب ))  د
غورځنګ  په پای ته  رسيدو  سره 
چين نوی تاريخی انکشافی دوری ته 
داخل شوی دی . د ١٩٧٨کال په  پای
کی دچين د کمونست ګوند د ١١می
مرکزی کميټی  د ٣م پلينوم  د
جوړيدو له برکته  د نوی چين د
جوړيدو راپديخوا  ستر او ژور
اهميت لرونکی  بدلون  سرته رسيدلی
دی  . په١٩٧٩کال کی  دچين کمونست
ګوندد دينګ شياو پينګ  د اصلاحاتو
او ورخلاصون د پاليسی  په  اجرا
کولو پيل وکړ  . له هغه وخته
راهيسی  چين د ملی اقتصاد او
ټولنيزی ترقۍ په ساحو کی  د
نړيوالو د ليدو وړ او  ستر
برياليتوبونه لاس ته راوړی  او 
دهيواد  په  بڼه کی يی د أسمان او
مځکی په شان  ستر بدلونونه  رامنځ
ته کړی  دی . دغه  دوره  د چين د
ولسی جمهوريت د جوړيدو راهيسی  د
هيواد د انکشافی حالاتو ډيره
غوره  دوره  ګڼله کيږی  او  په دی
دوره کی هيوادوالو ته رسيدلی
واقعی ګټی  له  هری  تيری  دوری 
نه  اوښتی دي  .     
د چين کمونست ګوند  په دی ټينګار
کوی چه  له  بهرنيو هيوادونو او
سيمو سره خپلو روابطو ته زياته
پرمختيا ورکړی  او د چين اصلاحاتو
اوورخلاصون  او عصری ابادۍ  ته د
ګټور نړيوال چاپيريال  د رامنځ ته
کولو لپاره هڅه وکړی . په نړيوالو
چاو کی د چين کمونست ګوند د خپلواکی  او سولی  په خارجی سياست باندی
ټينګار کوی ، د چين  استقلال  او
حاکميت  ساتی ، له تسلط غوښتنی
اود زور له سياست  سره مخالفت کوی
، جهانی سوله  ساتی  او د بشريت
 ترقی  پرمخبيايی   .  د ملی
حاکميت  او مځکنی بشپړتيا د باهمی
احترام  ، پريو بل باندی د تجاوز
نه کولو ، د يو بل  په کورنيو چارو کی د لاس نه وهلو ، د مساوات او متقابلو
ګټو اوپه سوله کی د ګډ ژوند د
پنځه ګونو اصولو پر اساس  د نړۍ
له مختلفو هيوادونو سره روابط 
ټينګوی .  د چين کمونست ګوند د
خپلواکی او استقلال ، پوره
مساوات  ، باهمی احترام  او د يو
بل  په  داخلی  چارو کی د نه
مداخلی  په شمول  د ٤ فقره ايز
اصل سره سم  د نړۍ د بيلا بيلو
هيوادونو له ګوندونو  اونورو
سياسی سازمانونو سره  دوستانه 
مناسبات  قايموی  او هغو ته 
پرامختيا ورکوی . اوس  د چين
کمونست ګوند د څه دپاسه ١٢٠ 
هيوادونو له  ٣٠٠ نه زياتو سياسی
ګوندونو سره  دوستانه روابط  ساتی
 . 
   د چين کمونست ګوند د خپلو مرام
نامی  او اساسنامی  له مخی  د
ديموکراسۍ او سنټراليزم  د
پرينسيپ  پراساس   جوړشوی  واحده
موسسه  ګڼل کيږی  . د چين 
د کمونست ګوند په اساسنامه کی 
ټاکل شوی چه د چين  هغه 
هرکارګر،بزکر،عسکر ،منور 
 او د ټولنيزو طبقو نورممتاز او
مترقی  شخصيت  چه  عمر يی  ١٨
کالو ته رسيږی  ،که  د ګوند مرام
نامه اواساسنامه  وپيژنی او حاضر
وی  چه  د ګوند  په  يوه  اساسی
  سازمان کی ګډون وکړی  او پکی 
په  فعاله توګه  کار وکړی ، د
ګوند هره فيصله  عملی کړی   او د
ټاکلی  وخت  لپاره  ګوندی حق
العضويت  ادا کړی  ، نو
هغه  د چين په کمونست ګوند کی  د
شامليدو غوښتنه  وړاندی کولای شی
. 
د چين د کمونست ګوند په اړوندو
مرکزی  موسسو کی  ملی کانکرس
، مرکزی کميټه ، د مرکزی کميټې 
سياسی  اداره ، د مرکزی کميټې 
دسياسی  بيورو دايمی کميسيون  ، د
مرکزی کميټې  سکرتريت  ، د مرکزی
کميټی  نظامی کميسيون  او د مرکزی
کميټې  د انضباط او څارنوونکی
کميسيون  شامل دی .  د ګوند ملی
کانګرس  په هرو پنځو کالو کی  يو
ځل  جوړيږی  . دملی کانګرس 
دتعطيل  په  موده کی مرکزی
کميټه د چين دکمونست ګوند عالی 
لارښوونکی ارګان  ګڼل کيږی . 
اوس دچين کمونست ګوند نژدی ٧٠ مليونه  تنه غړی لری  او د ګوند
اوسنی عمومی منشی  شي جين پينګ  دی
.     |