中国国际广播电台
په چين کی د واکمن کمونست ګوند
نه پرته ، د ديموکراتيکو ګوندونو
اوډلو په نامه نور اته سياسی
ګوندونه هم شته دي او نومونه
يی په دی ډول دي _ د چين د
ګوميندانګ ګوند انقلابی کميټه ،
د چين ديموکراتيکه اتحاديه ،دچين
د دولتی او ديموکراتيکی ابادۍ
ټولنه ، د چين د
ديموکراتيک پرمختګ ټولنه ،
دچين د بزګرو او کارګرو
ديموکراتيک ګوند ، د چين د جه
ګونګ ګوند ، د جو سان ټولنه
او د تايوان ديموکراسۍ او خود
مختاريت اتحاديه . نوموړی سياسی
ګوندونه اکثرأ د جاپانی تيری په
ضدد جګړې او د هيواد د ملی
ازادی بخښوونکی جګړی په بهير کی
جوړ او پراخ شوی دي . دوی د
سياسی لحاظه دچين د کمونست ګوند
د رهبرۍ څخه ملاتړ کوی چه دا د
نوموړو ګوندونو او ډلو لپاره په
هغه بهير کی تاريخی انتخاب
ګڼل کيږی کوم چه د اوږدی مودې
راهيسی يی له کمونست ګوند سره
ښه همکاری او ګډی هلی ځلی کړی
او کوی يی . مختلف ديموکراتيک
ګوندونه او ډلی د هيواد د اساسی
قانون سره سم د سياسی ازادۍ ،
تشکيلاتی خپلواکی اود
قانونی مقام له مساوات څخه برخمن
دی . له مختلفو ديموکراتيکو
ګوندونو اوډلو سره د چين د
کمونست ګوند د همکارۍ اساسی اصل
دا دی چه دواړه خواوی بايد د
اوږدی مودې لپاره ګډ ژوند وکړی
، يو د بل نظارت دی وکړی ، په
خپل منځ کی دی د نوک او غوښې په
څير نژدی اړيکی وساتی او يو د
بل په غم او ښادۍ کی دی شريک
وی .
په چين کی نوموړی ديموکراتيک
ګوندونه اوډلی په دولتی چارو کی د
ګډون کوونکو ګوندونو پوری اړه
لری او نه په غير واکمنو
ګوندونو او مخالفو ګوندونو پوری
. نن سبا د چين د بيلا بيلو
درجو د ولسی کانګرسونو په دايمی
کميټو
دولسی سياسی مشورتی کنفرانس د
بيلا بيلو درجو په کميټو ،
حکومتی ارګانونو او د اقتصاد ،
فرهنګ ، پوهنی ، ساينس او
تکنالوژۍ په شمول بيلا بيلو
څانګو کی د ديموکراتيکو ګوندونو
او ډلو زيات غړی د مشرتابه
دندی په غاړه لری . مثلأ د
نوموړو اتوديموکراتيکو ګوندونو او
ډلو د مرکزی کميټو اوسنی رييسان
په جلا جلا توګه د ملی ولسی
کانګرس د دايمی کميټی
دمرستيالانو يا د ولسی سياسی
مشورتی کنفرانس د ملی کميټی د
مرستيالانو دندی په غاړه لری
. دغه راز د نوموړو ديموکراتيکو
ګوندونو او ډلو غړی هم ډير
زيات شوی او د هيواد په مختلفو
ولايتونو ، خودمختارو سيمو ، د
مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری
لاندی په ښارونو او نورو لويواو
منځنيو ښارونو کی د ديموکراتيکو
ګوندونواو ډلو په اړه محلی او
اساسی سازمانونه جوړشوی دي .
د چين د ګوميندانګ ګوند انقلابی
کميټه
د چين د ګوميندانګ ګوند انقلابی کميټه يو داسی سياسی ګوند دی چه
د ١٩٤٨کال د جنوری په لومړی
نيټه د چين د ګوميندانګ ګوند د
اړوندو ديموکراتيکو شخصيتونو او
نورو وطن پالوونکو ديموکراتيکو
شخصيتونو لخوا جوړه شوې اود
سياسی اتحاديی خصوصيت لری اود
هڅی هدف يی د چين د خصوصيت
لرونکی سوسياليزم ودانول او
دهيواد د پوره وحدت او لوی
يووالی د داعيی ترسره کول دی
. اوس دغه ګوند نژدی ٦٥زره تنه
غړی لری او ميرمن خه نو لی د
ګوند د مرکزی کميټی اوسنی
رييسه ده .
د چين ديموکراتيکه اتحاديه
دچين ديموکراتيکه اتحاديه د ١٩٤١کال د مارچ په مياشت کی جوړه شوی
او په هغه وخت کی يی نوم د چين د ديموکراسۍ او سياسی ډلو اتحاديه وه . په
١٩٤٤کال کی ورته د چين د
ديموکراتيکې اتحاديې په نوی
نوم ورکړ شوی دی .هغه يوه داسی
سياسی اتحاديه او ګوند بلله
کيږی چه د غړو اکثريت يی د
فرهنګ او پوهنی په اړه منورين او
د سوسياليزم د پلويان او وطن
پالوونکی کسان دي او سوسياليزم
ته خدمت کوی . اوس ددی ګوند د
غړو شمير ١٥٦ زرو تنو ته رسيږی
او د مرکزی کميټی اوسنی رييس
يی ښاغلی دينګ شه سون دی .
د چين د دولتی او ديموکراتيکی
ابادۍ ټولنه
دچين د ديموکراتيک هيواد د جوړونی اتحاديه د ١٩٤٥کال د
دسمبر په مياشت کی جوړه شوی او
هغه ملی صنعتی او تجارتی
صنعتګران چه له خپل وطن سره
مينه لری ، او هغه منورين چه
له دوی سره اړيکی لری ، د نوموړی
ګوند عمده غړی دي چه اوس يی شمير
٨٥زره تنو ته رسيږی او د دی
ګوند د مرکزی کميټی اوسنی رييس
چنګ سه وی نوميږی .
د چين د ديموکراتيک پرمختګ ټولنه
د چين د ديموکراتيک پرمختګ ټولنه د ١٩٤٥کال د دسمبر په مياشت کی
جوړه
شوی او غړی يی په عمده توګه هغه عالی او منځنی منورين دي چه
په پوهنی ، فرهنګ ، چاپونی او
طباعت ، علومو او داسی نورو
کارونو مشغول دی . اوس هغه
٨١زره تنه غړی لری د مرکزی
کميټی اوسنی رييس يی شيو جيا
لو دی .
د چين د بزګرو او کارګرو
ديموکراتيک ګوند
د چين د بزګرو او کارګرو
ديموکراتيک ګوند د ١٩٣٠ کال د
اګيسټ په مياشت کی جوړ شوی او يوه
داسی سياسی اتحاديه ده چه عمده
غړی يی د طب اوصحت ، علم او
تخنيک ،کلتور او پوهنی په ساحو
کی هغه وطن دوست عالی او منځنی
منورين دی چه د سوسياليزم څخه
ملاتړ کوی . اوس ددی ګوند غړی
له اتيا زرو تنو څخه اوښتی دی
او د مرکزی کميټی اوسنی رييس يی
جيانګ جنګ هوا دی .
د چين د جه ګونګ ګوند
د چين د جه ګونګ ګوند د
١٩٢٥کال د اکتوبر په مياشت کی
جوړ شوی او د هيواد له بهر نه
راستنيدونکو چينايی اوسيدونکو
او په خارج کی د چينايی
اوسيدونکو د خپلوانو په ګډون
ديموکراتيک ګوند ګڼل کيږی .
غړی يی تقريبأ شل زره تنه دی او
د مرکزی کميټی د اوسنی رييس نوم
يی لو هاوڅای دی .
د جو سان ټولنه
د جو سان ټولنه د ١٩٤٦کال د می
په مياشت کی جوړه شوی او عمده
غړی يی د علم او تخنيک ، فرهنګ
او پوهنی او طب او صحت په
حلقو کی عالی او منځنی منورين
دي او څه د پاسه اتيا زره تنه
غړی لری . ددی سازمان د مرکزی
کميټی اوسنی رييس هان چی ده دی
.
د تايوان د ديموکراسی او خود
مختاريت اتحاديه
د تايوان د ديموکراسۍ او خود مختاريت اتحاديه د ١٩٤٧کال د
نوامبر په مياشت کی جوړه شوه
او د چين په لويه وچه کی د
تايوانی اوسيدونکو په جمله کی د
سوسيالستی زيارکښانو او د
سوسياليزم په ملاتړ د وطن دوستو
شخصيتونو په ګډون سياسی اتحاديه
ده . اوس يی غړی له ١٨
سوو نه زيات شوی او ښاغلی جانګ
که حوی د دی سياسی موسسی د
مرکزی کميټی اوسنی رييس دی .
|