تانګ اين او دده لخوا کښل شوي نقاشي
中国国际广播电台

     

د چين د مين په سلسله کي يو مشهور نقاش په  تانګ اين نوميده او  څوارلس سوه اويايم کال کي د جنوبي چين د سو جو په ښار کي وزيږيده او په پنځلس سوه درويشتم کال کي مړ شو ، هغه نه يوازي په چين کي ډير نامتو نقاش و ، بلکې  ښه ښه شعرونه يي هم وليکل .

 دغه نقاشي چه نوم  يي دی  په خر بيرته کور ته ځي ، داسي منظره ترسيموي چه يو سړي په غرني لاره په خر سپرلي د خپل کور په خوا ځي . په ژوره دره کي  د چينې اوبه بهيږي  او ورباندي  لرګين پل هم جوړ شويدي  .  يو سپين ږيري  د لرګيو په وړلو له پل څخه تيريږي . په دي نقاشي کي د نقاش يو شعر هم ليکل شو او دغه نقاشي د نقاش  تانګ اين د نقاشۍ کښلو د خصوصيت څرګندوي دی .

 تانګ اين د خپل عمر په وروستي موده کي په بوديزم  عقيده درلوده .