د عسکرو مجسمې

中国国际广播电台


       

تصوير : د چين د سلطنت په موده کی د عسکرو مجسمې

 

د عسکرو هغه مجسمې چه په زانګو د غشي د ويشتلو په حال کي ليدل کيږي او لوړوالي يي د  يو سلو شل سانتي مترو په شاوخوا کي دی او عمومأ په هغه دوهمه کنده کي پرتې دي چه د چين د  شمال لويديځ ولايت د شان شي د لين دون په ولسوالي کي وکيندل شوه .

   د نوموړي مجسمې خصوصيت دا دی چه د بدن پورتني برخه يي راسته ده او ښي رانګو ، د  ښي پښې سر  او د کيڼې پښې تل  يي په زمکه ږدي چه له دي څخه د اتکا درې نقطې د بدن تکيه کوي . مجسمې تک ژوندي عسکر دی او د دغو مجسمو څيرې  او طرز رفتارونه يي بيلا بيل دي او څرګند ځانګړي خصوصيات لري . نوموړې مجسمې د نورو مجسمو نه ډير ښکلي او هنري ارزښت لري ، نو ويل کيږي چه دغې مجسمې د چين د حکاکي په فن کي ډيره تکړه او برجسته اثار دي .