ډول وهلی مجسمه

中国国际广播电台


      

ډول وهلي خاورينه مجسمه چه د اوپرا ويلو په حال کي ليدل کيږي  او پنځه پنځوس سانتي متره لوړوالي لري او د ختيځ  هان په سلسله کي يعني دوه زره کاله دمخه جوړه شوه ، نوموړي مجسمه د چين د شمال لويديځ  ولايت د سچوان ولايت د چن دو ښار ته نژدي د تيان هوي په غرني سيمه کي د يوې مقبرې څخه موندله شوې او اوس د چين په تاريخي موزيم کي ساتل شويده .

 د سچوان په ولايت کي ډيرې  خاورنې مجسمې وکيندلې شوې چه تر ټولونه مشهوره مجسمه ده  او هنرمند په داسي حال کي ليدل کيږي چه  په زمکه کيناست او  سر يي ډير غټ او دسمال يي په سر کاوه ، پښې يي لوڅې دي ، په کين تخرګ  يي يو ډول تړل کيده او ښي لاس يي يو لرګي ونيوه . دغه هنرمن  د خوشحاليو نه په ډک د نمايش په وخت کي حتي لاس او پښه پورته کول . که څه هم نندارچيان نشي کولي چه هغه څه ووايي . خو دده له څيرې څخه احساسولي شي چه دا يو خوشبين او شوخ هنرمند دی حتی دا ګمان کيږي چه دده په وړاندي زيات اوريدونکي ناست وي .