د زرو لاسونو لرونکي  بودا ګوان اين

中国国际广播电台

       
      (
په عکس کي د زرو لاسونو لرونکي بودا ګوان اين ليدل کيږي چه دغه مجسمه د چين د شان شي ولايت د پينګ ياو  د شوان لين په معبد کي درول شويده .

 په دي معبد کي زياتې رنګينې مجسمې ساتل شويدي چه ډير هنري ارزښت لري ، نوموړي معبد تقريبأ شپاړس سوه کاله دمخه د شمالي وي په نامه د سلطتني دورې په لومړيو وختونو کي  جوړ شو او څو څو ځلې ويجاړ او بيا ترميم او اباد شو ، په دي معبد کي د بوداګانو څو لوي تالارونه شته چه په هر تالار کي رنګينې مجسمې ولاړي دي چه عمومي شمير يي  له دوو زرو نه زيات دي  او پنځلس سوه شپږ پنځوس يي بالکل ښه ساتل شويدي . په هر تالار کي د بوداګانو او شيطانانو ډول ډول مجسمې ولاړي دي او راز راز په زړه پوري بودايي کيسې ترسيميږي  . په يو تالار کي د زرو لاسونو لرونکي بودا ګوان اين په شمول څلور سوه مجسمې تر سترګو کيږي او د مجسمو د شمير له نظره  دغه معبد په رښتيا  په چين کي د رنګينو مجسمو د موزيم په نامه ياديداي شي .