|   
د څه د پاسه دوه 
زره کاله نه  دمخه  په  چين کې  
د وريښمو د لارې  په نامه  د
سوداګري  لرغوني  لاره  پرانستله 
شوې وه  چه   په نړۍ کې   ډير 
شهرت  لري ٠  دغه لاره  د چين او
اروپايي ،  اسيأيي  او افريقايي 
هيوادونو ترمنځ د پل  په  توګه 
د  ختيځو  او لويديځو خواوو
ترمنځ  د سوداګري ،  کلتوري  او 
تمدنونو ترمنځ د تبادلې  او تګ
راتګ  د پرمخبيولو له پاره مهم 
خدمتونه  تر سره کړي دي ٠ 
 
د وريښمو لاره  د
چين  په  قديمي  زمانه کې  د
منځني  اسيأ  له لارې  جنوبي  او
لويديځې اسيأ  ، اروپا او شمالي 
افريقې  ته  د تللو له پاره  يو
تجارتي  لاره ګڼل  کيده ٠  له دي
امله  چه  په هغه وخت کې  د چين 
زياته  اندازه  ورښيم او  وريښمين
توليدات  له دي لارې  لويديځې خوا
ته  حمل و نقل  کيدل  ،  نو دغه
لار ه    د وريښمو د لارې په
توګه  ونومول  شوه ٠  د لرغون  
پيژندلو  په  بهير  کې دا
وموندل    شو    چه  نوموړي لاره 
د ميلاد    نه د مخه  د لومړني 
پيړۍ يعني  د چين  د هان د سلسلې 
په دوره کې  رامنځته  شوې وه ٠ 
په هغه  وخت کې  د وريښمو د لارې 
له  جنوبي  خوا  څخه  اوسني 
افغانستان ،  ازبکستان ،  ايران 
او  حتي  د مصر  اليکزاندي  ښار 
ته رسيدله ٠ د نوموړي  لارې  له 
بلې  خوا څخه  د پاکستان  او د
افغانستان   د کابل  له لارې  د
فارس  خليج  ته  رسيدله چه  د
کابل  له  جنوبي  خوا څخه  هم د
اوسني  پاکستان  کراچي  ښار  ته
هم  غزيدلي  وه  او  په  دي ترڅ 
کې  د سمندر  له لارې    فارس او 
روم  ته غزيدلي  وه  ٠ 
 
   
د ميلاد نه  د
مخه  له دوهمې  پيړۍ نه   د
ميلاد   تر  دوهمې  پيړۍ پوري  د
وريښمينې  لارې  په اوږدو کې   له
لويديځې خوا څخه  ختيځې  خوا ته 
د رسيدو په لاره کې  څلور قديمي 
مملکتونه  پراته  ؤ چه  پکې  د
اروپا  روم ،  د جنوبي اسيأ 
پارزيا ، د منځني اسيأ کوشيانيانو
،او د ختيځې  اسيأ د چين د هان
سلسله  شامل  ؤ ٠  نوموړي 
ورښمننه  لاره  د  نوموړو څلورو
مملکتونو  ترمنځ  د تمدنونود
مستقيمې  تبادلې له پاره  مهم
رول  لوبولي   او په  دي  هکله  
متقابل  تاثيرات يي  رامنځته 
کړي  دي ٠  
د چين  په  اړوندو
قديمي  اسنادو کې  ليکل شوي  چه  
په  هغه  وخت کې    يو شمير 
نباتات  لکه غوز ،تور مرچ ، ګازري
او داسي  نور  له  لويديځي  خوا 
څخه  چين  ته  داخل  شوي  دي ٠  د
ميلاد  له اومې  پيړۍ نه  تر 
نهمې  پيړۍ پوري  يعني  د چين د
تان  د سلسلې  په دوره کې  د
وريښمو په لاره کې  تجارتي  تګ
راتګ  ډير تود ؤ ٠  د لويديځې
خوا  ارزښناک مرغان، خناور ،جواهر
،شيشه يي سامانونه ، د سرو زرو او
سپين  زرو سکې او  د لويديځې  او 
منځني  اسيأ ميوزيک ،  نڅاوي ، 
خواړه ،  جامي  او داسي نور 
شيان  په  پر پسي توګه  چين  ته
داخل  شول ٠ دغه  راز  په عين وخت
کې  د چين  توليدي شيان  او
تخنيکونه  هم  د  وريښمينې  لارې 
څخه  بهر  ته  خپاره شوي   دي ٠
لکه  وريښم ،  د کاغذ د جوړلو او 
د چاپ  تخنيکونه ، چيني  باب  ،
باروت ،قطب نما او داسي نور 
شيان  د نړۍ بيلا بيلو ځايونو ته 
استول شوي  او  د نړيوالو د 
تمدنونو د پرمختيا له پاره  يي
ستر  خدمتونه    تر سره  کړي دي ٠
 
د  مالونو د
تجارت  د پرمختيا  په  عين  وخت
کې  د وريښمينې  لارې  څخه  د
بيلا بيلو هيوادونو ترمنځ 
کلتوري  تګ راتګ  او تبادلې  هم 
ډير زياتې  شوي دي ٠ دغه راز 
بودايي  دين  چه   د نړۍ له 
درو   لويو  مذهبونو څخه شميرل 
کيږي  ، د چين  د سي هان د سلسلې 
په اخري موده کې  د ميلاد  نه د
مخه   ( ٢٠٦ __٢٢٠ کال )  چين 
ته  داخل  شو ٠  همداشان  د چين د
شينجيانګ  د کزل په  غارونو کې 
چه  په  دريمه  پيړۍ کې  وکيندل
شول ،  نژدي  د لسو زرو مربع مترو
ديوالي  تصويرونه  ساتل شوي  او
له  دغو تصويرونو څخه  ښودل شوي 
چه  بودايي  دين  لومړي  له هند
څخه  چين  ته  خپور  شوي دي ٠  د
اټکل  له مخې  بودايي  دين  له
هند څخه  د  ورښمينې لارې  په
واسطه  د چين  د شينجيانګ  کزل 
ته  داخل  شو  او  بيا د چين د
ګان سو ولايت  د دون هوانګ  له
لارې  د چين  مرکزې  ځايونو ته 
داخل شو ٠ لکه  د چين د  دون  هوا
نګ په   غارونو او د لو يانګ د 
لونګ من  په  غارونو کې   چه   د
نامتو او مشهور د بودايي  مذهبي 
غارونو  په  توګه  تر اوسه  پوري 
ساتل  شوي ، د ختيځې  او لويديځې
خواوو هنري  سبک  موجود  دي ٠
اوس  نوموړي غارونه ټول  د نړۍ
کلتوري  ميراث  په توګه  ټاکل شوي
دي ٠   
د ميلاد  د نهمې 
پيړۍ نه وروسته  د اروپايي او
اسيأيي  لويو وچو د سياسي او
اقتصادي  جوړښت  په بدليدو سره 
په  تيره  بيا  د بحر پيمايي  د
تخنيکونو په  پرمختيا سره   په
تجارت  کې  د سمندري  حمل ونقل 
رول   ورځ  په  ورځ   ښکاره شوي 
دي ٠ نو  په  دي اثر نوموړي  
لرغوني  مځکني  تجارتي  لاره  ورو
ورو خپل ارزشت له لاسه ورکړ چه 
تر لسمې  پيړۍ  وروسته   د چين د
سونګ  د سلسلې  په  دوره کې 
نومړي  وريښمينه لاره  نژدي  بي 
کاره  شوه  ٠  
د وريښمو   دغې 
لرغوني  لارې  د نړۍ د  تمدنونو د
پرمختيا په بهير  کې  مهم  رول 
لوبولي  دي ٠  د وروستيو کلونو نه
راهيسي  د ملګرو ملتو  د يونسکو 
سازمان  د وريښمينې لارې  د
څيړنې  په باب  نوي  پلان  جوړ
کړي او  په دي  هکله يي د ختيځو
او لويديځو خواوو ترمنځ  د 
ديالوګ او تبادلي  له پاره  زمينه
مساعده کړې ده٠  
 
 
 
  
 |