د مايجي د  غرونو غار او د لو يانګ  د لونګ من  غار

中国国际广播电台


 

د مايجي په نامه  د غرونو غار  د چين د شمال  لويديځې خوا  د ګان سو ولايت  د    تيان  شوي   جنوب ختيځې  خوا  ته  په پنځه  څلويښتو کيلو مترۍ  غرونو کې  واقع  دي او  جګوالي  يي  څه د پاسه  يو سلو  پنځوس  متره  د ي ٠  د تاريخي  اسنادو د ليکنې  له مخې د  نوموړي  غار کيندل  د ميلاد  نه د مخه   په دريمه پيړې کې پيل شو    او د غرونو  د ديرش  او اويا  مترو  په جګوالي  کې  د بوايي مجسمې  په  حکاکي    هم په همدي موده  پيل شوي دي ٠

 (  تصوير ،  د مايجي  غرونو د غار  پهرني منظره )

تصوير ، د مايجي  غرونو د غار په  اړوند د  يو سل  اوه ويشتم غار  بودايي  مجسم

د بودايي   مجسمو  غارونه  طبقه  په طبقه  کيندل  شوي  او ډير لوي   ښکاري  ،  په  دي  غارونو کې   يو سلو څلور نوي   خاورينې بودايي مجسمې ،    اوه زره  ډبريني  بودايي  مجسمې ،  د يو زرو درو سوو مربع  مترو  ديوالي  تصويرونه   ساتل شوي دي  ٠  نوموړي أثار   د چين  د وي ،  جو ،  سوي ،  تان ،  سونګ ،  يوان ،  مين  او چن  د بيلا بيلو سلسلو په  دورو کې  رامنځته شوي دي ٠ بر سيره پر  دي  په  نوموړو غارونو کې  د ريښتيانينو انسانانو په شان  مجسمې هم  شته  چه  شمير  يي  څو زرو ته رسيږي او ونې  يي  هم د  انسان   په شان جګوالي  لري  چه  پکې د رهبانو  ،  بودا ګانو  او ماشومانو مجسمې شامل  دي ٠   له  دوي څخه  ځيني  يي داسي  څرګنديږي چي   لکه  خبرې  کوي او  ځينې  يي  خاندي  ،  د مجسمو  څيري  يي  بيلا بيل احساسات  او شکلونه  لري ٠ نوموړي مجسمې  د چين  د بودايي  دين د تاريخ ،  د تاريخ  شناسي ،د لرغون پيژندنې ،  د ولسي  دودونو د څيړونو  له پاره  مهم  شواهد او اسنادبرابر کړي دي ٠  له دي امله  چه  نوموړي  غارونه  په  لويو غرونو او  ځنګلونو کې  پراته  دي ،  نو د  تاريخ  د  جنګونو د  اور تر  ځپنې  لاندې  نه ؤ راوستل شوي  او تر اوسه پوري    ښه ساتل شوي دي ٠

 د هه نان  د لونګ من  غارونه  د چين د هه  نان ولايت  د لو يانګ ښار د جنوبي  خوا  د يي  حه  د سيند  په  دواړو غاړو کې   واقع  دي چه  د  لو يانګ  ښار له جنوبي خوا څخه  ديارلس  کيلو متره دي ٠  په  دي  ځاي کې  منظره  ډيره  ښکلي  ده او په  شنو  ونو او چمنونو کې  ډير  معبدونه  ولاړ دي  ٠  د لونګ من  غارونه  د شمالي  وي  د سلسلې  په  دوره کې   په  ميلادي کال  ٤٩٣ کې    رامنځته شوي  او  د څلورو سوو کالو په موده کې  د بيلا بيلو سلسلو له خوا  جوړ شوي دي  او  غارونه  يي  څه د پاسه  دوو زرو درو سوو   او    بيلا بيلې  مجسمې  يي سلو زرو  ته رسيږي  ٠  بر سيره  پر  دي  نور  څلويښت  بودايي برجونه  او  په  غرونو کې  ډير  ښکلي  ديوالي  تصويرونه  هم شته  ٠

 

 

نوموړي  لرغوني  او رنګا رنګ  هنري  اختراعات او مجسمي  د چين  د قديمې  زمانې  د تاريخ  او هنر  د څيړنې له پاره   ډير ارزښناک او   مهم اسناد  برابر کړي دي    ٠  د ګو يانګ غار  د نوموړو غارونو  څخه  تر ټولو نه  لومړي  کيندل  شوي ؤ  او  پکې  ساتل  شوي  بيلا بيلې  مجسمې  او تصويرونه  ډير  ښکلي  او شکلونه  يي   رنګا رنګ   دي ٠  بر سيره  پر  دي  د بنګ يانګ  غار  د ميلاد په  پنځه  سووم کال  کې   کيندل شوي  او د څلير ويشتو کالو نه  وروسته    په  پنځه سوه در ويشتم کال  کې   بشپړ  شو ٠