د ځن  هو يي  مقبره  او د زنګ په شکل د چين لرغوني موسيقې اله

中国国际广播电台

     

د چين د لرغونو  اثارو دثبت  له مخې  د چين  د قديمې  زماني  واکدارانو  موسيقي ته  ډير اهميت  ور کاوه  .،  د دوي په نظر  که  د  يو هيواد  موزيک  ډير  ښکلي  و  ،  دا  د نوموړي  هيواد د سمسورتيا  څرګندوي  ؤ ٠  نو ځکه  د  يو هيواد  قويوالي  يا ضعيفوالي  ، د موزيک  د ښکلا  او خرابوالي  په  واسطه  قضاوت   کيده  ٠  په  ١٩٧٨ کال کې  د چين  د منځني  خوا د سوي  جو  په  ښار کې  په  يوه  قديمي  مقبره کې  د  موسيقي  يوه  اله  کشف  شوخ  او د زياتې  توجه  وړ  وګرځيده  ٠ ځکه  دا  د چين د لرغوني  ټولنې  د تمدن په  اړه  د معلوماتو د  لاس  ته راوړلو  له پاره  نوي   سند  برابر کړي دي ٠

د ١٩٧٨ کال  په  فبروري کې  د چين د هو بي ولايت  د  سوي  جو ښار  په اطرافو کې  يوه  قديمي  مقبره  وکندل  شوه  چه  اوږدوالي  يي  يو ويشت متره  او پلنوالي  يي  شپاړلس  متره  دي  ٠  په  دي  مقبره کې  جملتأ څه د پاسه  پنځلس زره  تاريخي  أثارونه  وموندل   شول چه  په دي  کې  له  مفرغو څخه     توليد شوي او طروف د  موسيقي الات ،  وسلې ،  د سرو زرو  او سپين  زرو  سامان الات  او داسي نور  شيان  شامل  دي  له  دي جملې څخه   د زنګ  په شکل  د  موسيقي  پنځه شپيته   الې د ډير توجه وړ  دي ٠

 

       د زنګ په شکل  نوموړي  موسيقي الې  د  يو  لوي  ارکستر  له خوا  برابري او جوړ شوي  او تر اوسه پوري  يي په کشف  شويو  ډيرو  لويو  ډله ايزو  موسقي  الو کې  تر ټولو نه  لويه  ده  چه  له  دي څخه  ډيره  لويه  يي  يو سلو  دري پنځوس  اعشاريه  څلور سانتي  متره جګوالي  او ډيره  وړوکي  يي  شل  اعشاريه  څلور سانتي متره  جګوالي لري او عمومي وزن  يي  دوه زره  پنځه  سوه کيلو ګرامه  دي ٠ د نوموړي  موسيقي الې  اواز ډير  سم او ښکلي  دي  او تر اوسه پوري   د  بيلا بيل موزيک  د غږولو له پاره  تري  استفادي کيږي ٠ د څيړنې او تحقيقاتو  سره  سم  دا ثابته شوې  چه  نوموړي  قديمي  مقبره  د  ميلاد د مخه  په  څلور سووم  کال  کې  د ځن  د مملکت  په دوره کې  د يي  په  نوم  د  يوه لوړ رتبه   مامور  مقبره  وه ٠