د فا من معبد د
چين د شان سي ولايت د فو فونګ
په ولسوالي کې واقع دي او
هغه ډير مشهور معبد ګڼل کيږي چه
د ساکياموني هډوکې پکې ايښودل
شوي دي ٠ د ١٩٨٧ کال په اپريل
کې د چين لرغون پيژندونکو د
نوموړي معبد د بودايي برج د
بيا ودانولو په وخت کې کشف
کړه چه د برج تر بنسټې
ډبرې لاندې يو تونل شته او
په کې ډير ارزښناک تاريخي
اثار پټ شوي چه دا کار په
هغه وخت کې د ټولې نړۍ د ډيرې
توجه وړ مسئله وګرزيدله او د
چين د شان سي ولايت د چنګ د
سلسلې د عسکرو او أسونو د
مجسمو د کشف نه وروسته يو بل
ستر کشف ګڼل کيږي ٠
د فا من معبد د
نوموړي ولايت د فو فونګ په
ولسوالي کې واقع دي چه نوموړي
ولسوالي د سي ان ښار
لويديځې خوا ته يو سلو شل
کيلو متره فاصله لري ٠ د چين
د بي وي د سلسلې په دوره کې
( د ميلاد د ٤٩٩ کال په شاخوا
کې ) د نوموړي معبد په جوړيدو
پيل و شو ، د ميلاد په اومه
پيړۍ کې د تان د سلسلې په دوره
کې د تان د امپراطوري حکومت
د زياتو مالي او بشري قواوو په
اچولو سره نوموړي معبد پراخ
او ودان کړ او د څلير ويشتو د
انګړونو لرونکي يو لوي معبد
يي رامنځته کړ ٠ په هغه وخت
کې په نوموړي معبد کې د
راهبانو شمير څه د پاسه پنځو
زرو تنو ته رسيدلي ؤ ٠
د بودايي دبن په
مقدس کتاب کې ليکل شوي چه د
لرغوني هند پاچا ايو د بودايي
قانون د پراخولو له پاره د نړۍ
په بيلا بيلو ځايونو کې څلور
اتيا زره بودايي برجونه جوړ
کړي چه په دي کې نولس يي په
چين کې دي چه د فا من معبد له
نوموړو معبدونو څخه دي ٠ د چين
د اړوند تاريخي کتاب د ثبت له
مخې د تان د سلسلې په دوره کې
اتو تنو امپراطورانو څو څو ځله
دهرکلي د مراسمو په جوړولو سره
په شاهي ماټې کې د ساکياموني د
هډوکو عبادت کړي ؤ ٠ خو
وروسته د جګړو ، زلزلو او
نورو مصيبتونو له امله دغه
معبد ويجاړ او له منځه ولاړ ٠
تر نوموړي معبد
لاندې مځکني ماڼې يو ويشت
اعشاريه څلور متره اوږدوالي
لري او مساحت يي يو ديرش
اعشاريه اته څلويښت مربع مترو
ته رسيږي٠ په دي ماڼې کې د
تان د سلسلې د دورې زيات
تاريخي اثار ، د سرو زرو او
سپين زرو سامان الات ، قيمتي
ډبري ، شيشه يي او چيني باب
ساتل شوي دي چه شمير يي
تقريبأ نهو سوو ته رسيږي ٠ دغه
کشف د چين په د ننه او بهر
کې د بودايي دين په محافلو
او د نړۍ په کلتوري تاريخ کې يو
لوي کار ګڼل کيږي ٠
بر سيره پر دي
تر مځکې لاندې په نوموړي
ماڼۍ کې د تان د سلسلې د
دورې بيلا بيل رنګا رنګ او
ځلاند ورښمين منسوجات هم کشف
شوي دي چه د اندازې ،
شکلونو او ارزښت له لحاظه يي
تر ټولو نه زيات او اوچت دي ٠
نو نوموړي ماڼۍ د چين د تان د
سلسلې د وريښمينو منسوجاتو
خزانه ګڼل کيږي ٠
همداشان په
نومړي ماڼۍ کې هم د سرو او
سپين زرو او د شيشه يي څو سوه
بيلا بيل ډولونه ښکلي سامان
الات کيندل شوي دي ٠ د نوموړو
کيندل شويو ډير ارزښناکو اثارو د
ساتنې او نندارې له پاره په
محلي ځاي کې اړوند موزيم جوړ
شوي دي ٠ دغه راز د چين د
تاريخي اثارو د ساتنې اړوندو
کارپوهانو هم د المان له
لرغون پيژندونکو سره په همکارۍ د
مترقي تخنيکونو څخه په استفادې
سره نوموړي وريښمين منسوجات
تر ښې ساتنې لاندې راوړي دي
٠
|