د مينګ د سلسلې  د اسلافو د هديرې   لرغون  پيژندنه

中国国际广播电台


     

د چين  د مينګ د سلسلې (  د ميلاد  ١٣٦٨__ ١٦٤٤ کال )  شاهي  هديره   د نورو سلسلو په نسبت  مکملې  ښکاري  او په  دي  جمله کې  د مينګ  د اسلافو هديره  د مينګ د سلسلې  د لومړني  هديري  په توګه  ګڼل کيږي ٠  دغه هديره  د مينګ د سلسلې  د تنسټ  ايښودونکي  د امپراطور جو يوان  جيان  له خوا  دده د اسلافو له پاره  جوړه شوې  وه ٠  د  يو  امپراطور  په توګه  جو يوان  جيان (  د ميلاد  ١٣٦٨__ ١٣٩٨ کال )  د چين  په تاريخ کې  رنګا رنګ  او  افسانه اي   امپراطور  ګڼل  کيږي ٠  هغه  په  يوه  غريبې  بزګري  کورني  کې  وزيږيده ، د غريبې  له امله  يي د ژوند  له پاره  په معبد کې د  راهب  په  توګه  ژوند کاوه٠  وروسته  هغه  د يوان د سلسلې  (  د ميلاد  ١٢٧١__١٣٦٨ کال )  په  ضد  د بزګرانو  په  يو قيام  کې  برخه  واخيسته ٠ دده  شجاعانه  او قهرمانانه عمل  له امله  په  پاي کې   له  يوه عادي  عسکر  نه  د بزګرانو د  قيام  د قوځ  مشر وګرزيد ٠  په ١٣٦٨ کال  کې  هغه  د مينګ  سلسلې  امپراطور شو  او په  هغه وخت  کې  يي  يو واحد چين  يي  رامنځته  کړ   ٠

 د امپراطور د څوکۍ د لاس ته  راوړلو نه وروسته  د خپلو  اسلافو د  يادونې له پاره  جو يوان  جيانګ  په خاص ډول   د خپلو  اسلافو  هديره  جوړ  کړ٠

نوموړي هديره  د چين  د ختيځې خوا  د  يو يي د ولسوالي  د ګو سه جو  په  ښارګوټۍ کې  واقع  ده  او د چين  د څلورم  لوي  جهيل  د هونګ ځه جهيل  په ختيځه  غاړه کې  پرته ده ٠  د نوموړي  هديرې  جوړونه   په   اته ويشتو کالو کې  بشپړه  شوه ٠  د اړوندو اسنادو له  مخې  په  نوموړي هديره کې  دري  پلونه ،  لوي  تالار او له زر نه زيات  کورونه  هم  موجود  ؤ  او  وداني  يي  ډيرې عظيمې  د ي  ٠ تر اوسه پوري  په نوموړي  هديره کې  يوه  دوه  سوه پنځوس  متره  اوږده  لاره  هم  ساتله شوې ده ٠                                          

 

( تصوير ، د نوموړي  هديرې  لاره )

 

 په ١٦٨٦ کال کې  نوموړي هديره  د سخت سيلاب  له امله   په  هونګ ځه  جهيل  کې  ډوبه شو ،  تر  ١٩٦٣ کاله پوري  د سختې وچکالي  په اثر  نوموړي  هديره  بيا  تر  لمر  لاندې   را بر سيره شوه   چه   په  په دي بهير  کې  يوه  اندازه  ډبريني  مجسمې  راڅرګندي  شوي دي   او  په دي  کې  د  زمري ،  أسونو ،  عسکرو  ، منصبدارانو او داسي نوري  ډبرين  مجسمې  شامل  دي  چه  ټول جګوالي   له درو مترو نه  اوښتي  دي ٠  که څه هم د هديرې  د پاسه  لوي  تالار ويجاړ شوي ،  خو  د هديرې  تر  مځکې  لاندې  زيات  ارزښناک  اثارو  ښه ساتل شويدي ٠

  نوموړي هديره اوس  لا هم   د اوبو په  يوه حوض کې    ډوبه  ده   ، که څه هم   د دغه  حوض  مساحت  دومره  لوي  نه  دي ،  مګر  عجيب  کار  دا  دي  چه ددي  حوض   اوبه هيڅکله   نه خالي کيږي ٠ د اړوندو کارپوهانو په نظر   نوموړي  هديره  په  اوبو کې  د اوږدي مودې  راهيسي   له  هوا څخه   جلا  شوي ،  نو له دي  امله   ساتل  شوي ده ٠

 د ١٩٦٣ کال  د سختې  وچکالي  د رامنځته  کيدو  نه  وروسته  د هونګ ځه جهيل  بيا په وار سره  په ١٩٩٣ کال او ٢٠٠١ کال  کې  له سختې  وچکالي  سره  مخامخ شو    چه  په دي بهير  کې  د ٢٠٠١  کال  د وچکالي  په     افت  کې  د نوموړي  هديرې  زياته  برخه   بهرني  ديوال  چه اوږدوالي  يي  يو زرو  يو سلو اته اويا مترو ته رسيږي،  بربند شوي دي ٠ بر سيره  پر  دي  د اړوندو اسنادو له مخې  د تاريخ  په  هغه وخت کې  د ګوسه جو  ښارګوټي  چه   نوموړي هديره  پکې  واقع  ده ،  يو ډير سمسوره  ښارګوټي  و ٠  د ١٩٦٣  کال  د وچکالي  د افت  د رامنځته  کيدو په وخت کې  د نوموړي  قديمي  ښارګوټي  برخه  ايزې  وداني  او د ديوال  بنسټ   ښکاره  شوي ،  که څه  هم  پر مځکې  باندې  وداني  ويجاړي شوې ،  مګر  د دغه ښارګوټې  پخواني  سمسوره منظره  ليدل  کيږي