د مينګ سياو د  هديرې   لرغون  پيژندنه

中国国际广播电台


 

د مينګ د سلسلې (  د ميلاد  ١٣٦٨__١٦٤٤ کال )   د بنسټ ايښودونکي  امپراطور   ځانګړي  هديري ته  د مينګ سياو  هديره  وايي  او دغه  هديره  په نړۍ کې   د قديمې  زمانې  د  هغو شاهي  هديرو  څخه  ګڼل  کيږي  چه  پيمانه  يي  ډيره لويه  ده ٠

 جو يوان  جانګ (  د واکداري دوره    د ميلاد ١٣٦٨__١٣٩٨ کال )  د چين  په تاريخ کې  يو ډير  مشهور او  نامتو  امپراطور ګڼل  کيږي ٠  هغه   د يوه  بي  وزلي  بزګر  په  کورني کې  زيږيدلي ؤ  او وروسته  د يوان  د سلسلې  (  د ميلاد  ١٢٧١__١٣٦٨ کال )  په ضد د بزګرانو  په  يو قيا م کې يي  برخه  اخيستې وه  ٠  د خپل زړورتوب  له امله   وروسته  هغه  له يو عادي  عسکر  نه  يو قوماندان  او مشر  وګرزيد ٠  په  ١٣٦٨ کال  کې يي   د امپراطور څوکۍ   تر لاسه کړه ٠

 جو يوان  جانګ   د خپل  تسلط  په  دوره کې  بيا  د ځانګړي  هديرې   په  جوړلو پيل  وکړ  او د جوړولو وخت  يي   پنځه ويشت کاله  دوام  وکړ   او کله چه   د امپراطور څوکۍ  دده د زوي   لاس ته   ورغله ٠ له دي امله  چه د جو يوان جيانګ  د تسلط په دوره کې   پايتخت  د چين  د ختيځي  خوا  د  نانجنګ  په  ښار  کې ؤ ،  خو وروسته   دغه  پايتخت   دده د زوي له خوا  بيجينګ  ته  انتقال  شو او په دي  وجه  د مينګ سياو  هديره يعني د جو يوان جيانګ هديره د نانجنګ  ښار  په اطرافو کي  پاتي  شوه  او د مينګ  د سلسلې  نوري ټولي شاهي  هديرې    په بيجينګ  دي  واقع  دي ٠ د اړوندو تاريخي  اسنادو له مخې  د  مينګ  سياو  د هديرې  د  ديوال  دايروي  اوږدوالي  دوه ويشت اعشاريه ينځه  کيلو متره  دي ٠ له دي څخه  څرګنديږي  چه  د نوموړي هديرې   پيمانه   ډيره  لويه  ده ٠  خو وروسته  د شپږو سوو کالو په  تيريدو سره   د طبيعي  افتونو او جګړو  په  مصيبتونو کې  ويجاړه  شوه ٠

 د جو يوان جيانګ  د هديري  پر  ډبريني  شناختي   باندې  حکاکي شوي  کتيبه  د جو يوان  جيانګ  د زوي له خوا  ليکل شوي وه  او   کريکتر  يي  دوو زرو اوو سوو شپږ څلويشتو  ته  رسيدلي  دي ٠ په  نوموړي کتيبه کې  د جو يوان جيانګ  کارنامي  بيانې  شويدي  ٠ په  نوموړي  هديره کې  د زمري ، اوښ ،  فيل  او أس په ګډون د ډيرو ژويو ډبرينې مجسمي  او د عسکرو مجسمي  ساتل شوي  چه   د مينګ د سلسلې  ارزښناکې  مجسمي  ګڼل کيږي ٠

 د نوموړي  هديرې تر مځکې لاندې  په  مرکزي  ځاي  کې  يوه  ماڼۍ شته  چي  جو يوان جيانګ  او  دده ملکه  پکې  ښخ  شوي  دي  ٠  نوموړي  ماڼۍ د لوړو ديوالونو له خوا محاصره شوې  ده   ٠  د ١٩٩٧ کال له پيل  نه  د محلي سيمې  د تاريخي اثارو د ساتنې  څانګې  د مترقي تخنيکونو څخه  په استفادې سره د نوموړي هديره  سروي وکړې  او  زيات  واقعي  معلومات  يي تر لاسه کړي دي  ٠  په دي  اساس  د جو يوان  جيانګ مړي   د ښخولو  مشخصه  ماڼې  بلل  کيږي  او  دغه  ماڼۍ  په لسګونو مترو تر  مځکې    لاندې   واقع  ده   او   په  پوره توګه    ښه ساتله  شوې ده ٠                               

 

 (  نقشه ،  د مينګ د اسلافو  هديره )

 (  تقشه ،  د مينګ د اسلاف  په هديره کې  ډبرينې مجسمې )

  د مينګ  سياو هديره يعني  د مينګ د سلسلې د امپراطور  جو يوان  جيانګ  هديره  د  تاريخ  د نورو شاهي  هديرو  سره  زيات توپيرونه  لري  ٠ د  کيندلو او څيړنې  له لاري  دا کشف  شوي  چه  تر مځکې  لاندې د نوموړي هديري تابوت  ته  د رسيدو لاره کږ ليچه ده  او دغه ډول  ساختماني  سبک  د مينګ د سلسلې د وروستو شاهي  هديرو  پر  ودانولو باندې  ستره اغيزه  اچولې  ده ٠  مثلأ  په  بيجينګ  کې  د مينګ د سلسلو  د ديارلسو شاهي  هديرو   نه  د ديدنګ د شاهي د هديري  له  کيندلو څخه څرګنديږي چه    تابوت  ته  داخليدو لاره ښې  خوا ته  پرته ده ،  خو د مينګ  سياو د هديرې  نوموړي  لاره  کيڼې خوا  ته ده ٠ بله  د توجه وړ خبره  دا ده  چه  د  مينګ  سياو  د هديرې  د کيندلو په وخت کې  لرغون پيژندونکو دا هم  کشف  کړي  چه  د مينګ سياو  په  هديره کې  کيښودل شوي  د ژويو ډبريني مجسمي   د ډيرو لرغونو زمانو د ژويو  فسلونه  دي  چه  د درو سوو مليونو  کالو نه مخکي موجود ؤ چه  ډير تاريخي  ، هنري او علمي  ارزښت  لري ٠