د مان چينګ د ولسوالی لرغونی قبر او  د  يشم  له تختو څخه جوړشوی کالی

中国国际广播电台

        

د چين  د لويديځ  هان  د  سلسلې په موده کښی يعنی له  قبل الميلادی دوه سوه شپږم  کال څخه  تر ميلادی  اتم  کاله  پوری  خلکو پر دی  باندی ژوره عقيده  درلوده چه  د  يشم  ډبره  د مړی د فاسد کيدو مخه  نيولای شی، نو ځکه د امپراطورانو او  اشرافاتو له مړه کيدو نه  وروسته  پر مړو باندی  د  زغرې په شان  هغه کالی  اچول کيدل چه  د  سرو زرو   په  تارونو او  د  يشم  د ډبرو په  تختو  ګنډل شوی ؤ٠  په  ١٩٦٨ کال کښی لرغون پيژندونکو لومړی ځل  د چين  په شمال کښی د مان چينګ  په ولسوالۍ کښی د ٌ هان ٌ  د سلسلې  له يوه  لرغونی قبر څخه  يو  داسی قديمی او قيمتی کالی ترلاسه کړيدی٠

       نومو ړی  قبر د چين له مرکز  بيجينګ  څخه  په څه دپاسه  دوه سوه کيلومترۍ کښی د مان چينګ په ولسوالی کښی پروت دی٠  دا  د  چين د لويديځ  هان  د سلسلې  په  اړه   د  جونګ شان  په  نامه  د  يوه سلطنت  د  پاچا  ليو شنګ  قبر دی٠ په تاريخی کتابونو کښی  ليکل شوی چه  ليو شنګ له ميلاد څخه دمخه  په  يو سلو څلور پنځوسم کال  کښی  د  جونګ شان  د سلطنت  د  پاچا په حيث  وټاکل شو او  پر دی څوکۍ  باندی  دوه څلويښت  کالی دپاره  ناست ؤ ٠ هغه  د  جونګ شان  د  سلطنت  لومړی پاچا  ؤ٠

      د  ليو شنګ  قبر  پر يوه  يوازنی  غره  باندی  پروت دی  او د ده د ميرمن دو وان قبر هم پر دی غره باندی واقع دی٠ ټول غر د دوی  هديره ده٠  د ليو شينګ  قبر له څو هغو غارونو څخه  عبارت دی چه  په جلا جلا توګه  د خوب ، استراخت او  د موزيک د اوريدو دپاره  وو،  ګرد  قبر   د  يوه ښکلی ماڼۍ په شان دی٠

      د  قبر د  دننی جوړښت  له لحاظه ،  د  ليو شنګ  قبر  د  دقيقه  ديزائن  له مخی  جوړ شويدی٠    په يوه  ډبرين غره کښی د  قبر د  دومره  لوی غار  کيندل  يوه  ډيره  سخته او لويه  پروژه  وه ،  که  اوس  په  عصری وسائلو  دومره  لوی  غرنی غار وکيندل شی،  ښائی  بايد  د  سلو  کارګرو له خوا  په يوه  کال کښی  ترسره   شی ٠

        د  ليو شنګ له قبر څخه  ډير زيات  هغه شيان  ايستل شويدی کوم چه   له مړی سره  يو ځای ښخ شوی ؤ٠  له دغو شيانو څخه  خاورينې لوښې  تر ټولو  ډيرې  دی او د  مسو ، اوسپنو، سرو او سپينو زرو  شيان  هم  زيات  دی٠  له دی جملې څخه  د  يشمو د ډبرينو تختو او د سرو زرو له تارونو څخه  جوړ شوی  کالی  يو ډير مشهور اثار  ګڼل کيږی ٠

       دا کالی د  يشمو د ډبرو له هغو  کوچنيو تختو څخه  جوړشوی کوم چه  شکلونه  يی  مستطيل،  مربع ،  مثلث ، ذورنقه  او څو څوکيز  دی٠ د  هرې تختې  په هره زاويه کښی يو  ډير  کوچنی سوری شته او  د  سوری  له لاری د سرو زرو د  تارونو په وسيله  د دغو تختو په  يو ځای کيدو سره  نوموړی  کالی جوړ شويدی٠ دا کالی د  سر،  کميس،پطلون،  لاس پوښو او  بوټانو  له پنځو برخو څخه  عبارت دی او ټول اوږدوالی يی نژدی دوه متره  دی ، د دی کاليو د جوړولو دپاره  د  يشمو د ډبرو له  دوه زرو څلور سوو اته نويو تختو او  د  يو زرو سلو ګرامو  په وزن د  سرو زرو له  تارونو څخه  استفاده  شويده٠ د دی کاليو د  سر د  برخې په دننه کښی  د سترګو پوښ او د پزې ، غوږونو او خولې  بندونه   شته او  د  پطلون  په دننه کښی د جنسی الې  پوښ  او د مقعد بند شته چه  دغه اضافی شيان هم  د  يشمو له ډبرو څخه  جوړشويدی٠

       د پوهانو د څيړنې له مخی، د يشمو د  ډبرينو  کاليو    جوړونه  ډير پيچلی کار ؤ  چه  تر ټولو نه مخکښی  بايد د  يشمو  لويې ډبرې په بختو پری شی او  د  انسانانود  بدن د  بيلا بيلو برخو د  مختلفو  شکلونو له مخی  د  يشمو  مختلفې نرمې تختې ومښل شی او  بيا  د  تختو په هره زاويه کښی سوری جوړه شی٠ د  اندازه کولو له مخی ،  د يشمو په  نوموړی کاليو کښی  د بيلا بيلو تختو ترمنځ  ځينی  پراهارونه يوازی  صفر اعشاريه  دری  ميلی متره دی او  د سوريو قطب  يی  يوازی  يو ميلی متر   دی چه  دغه  دقيقوالی  د  خلکو دپاره د حيرانتيا  وړ  دی٠

 دغه راز د  ليو شنګ  د  ملکې  دو وان  له قبر څخه  هم  يو جوړه  مشابه کالی  چه  د يشمو له ډبرو او  د  سرو زرو  له تارونو څخه  جوړ شوی، ايستل شوی دی٠ دا کالی هم  د  سر، کميس ، پطلون ، لاسی پوښ  او  بوټانو  له پنځو برخو څخه  عبارت دی ، خو د ليو شنګ  د  کالی  په نسبت  لږ څه  کوچنی ښکاری٠ د  ليو شنګ او دو وان  له قبرونو څخه د  نوموړو دوو   کاليو ايستنه  د چين  د  لرغون پيژندنې په  تاريخ کښی   يو ډير مهم  او ارزښت لرونکی  کشف  دی ٠

       علاوه  پردی د  يشمو له کاليو څخه  د ليو شنګ  له قبر څخه  د  سرو او سپينو زرو طبی ستنې او   يوه  هغه لويه  مسی کاسه هم  ايستل شويده کوم  چه  ورباندی   د ٌ  طبی الې ٌ   دوه چينی کرکترونه  حکاک شويدی٠ دغه شيان د  لرغونی چين د  ستن وهنې او طبی تاريخ  د څيړلو دپاره  ډير ستر اهميت لری٠  د څيړنې او معاينې له مخی يوه هغه  اوږده توره چه د  ليو شينګ  له مړی سره  وه، د  څو څو ځله د سټک وهنې له لاری جوړه شوی او  مخ  يی  هم  په  کيمياوی موادو په واسطه جوړشويدی  ٠ له دی څخه  د  فلادو د  ويلی کولو په  برخه  کښی د  لرغونی چين  وتلی  تخنيکونو او  موفقيتونه  څرګنديږی٠

      څرنګه چه  د مان چينګ   لرغونی قبر د  لرغون پيژندنې او  د تاريخ  د  څيړنې دپاره ستر ارزښت لری،  نو  په ١٩٨٨ کال  کښی د چين د حکومت لخوا  د  هيواد  په  مهمو تاريخی اثارو کښی شامل شويدی٠