د نړۍ  تر ټولو  لوی  لرغونی دری پښې لرونکی مسی لوښی  څنګه  ريخته شويدی

中国国际广播电台

        

د  ١٩٣٩ کال په  مارچ کښی د چين د  منځنی سيمې  د  هه نان د ولايت  د  يوه کلی له پټی څخه  د ٌ  سی مو وو  ٌ په نامه د نړۍ  تر ټولو  لوی دری پښی لرونکی  مسی لرغونی لوښی  وايستل شو  چه  وزن يی اته سوه  پنځه اويا  کيلوګرامه،  لوړوالی يی  يو سل دری ديرش سانتی متره،  اوږدوالی يی  يو سل لس سانتی متره او  پلنوالی يی  اته  اويا سانتی متره  دی٠  د دومره  لويی مسی لوښی   رول څه دی  او څنګه  ريخته شويدی؟   د  ٌ   سی مو وو ٌ  دری پښې لرونکی مسی لوښی  يو  داسی  شی  دی چه د  مړ شويو خپلوانو  د  يادونې او  عبادت  دپاره  تری  استفاده  کيده ٠ د متخصصانو  په نظر د  ٌ  سی مو وو ٌ   دری چينی  کرکترونه  که  په پښتو  ترجمه شی ،  معنی يی دا ده چه  د  خپلې مور ٌ  وو ٌ  د  يادونې دپاره ٌ ٠  د  مطالعی له مخی،  دا  لوی مسی لوښی د قبل الميلادی  دوولسمې پيړۍ په نهمه لسيزه کښی د  چين د  ٌ  شانګ ٌ  د سلسلې  د  پاچا  ځوګينګ لخوا  د خپلې  مور  پی وو  د يادونې او  عبادت  دپاره  ريخته شوی ؤ٠ د پخوانيو متخصصانو په  نظر،  د دومره  لويې مسی لوښی د  ريخته کيدو  يوازنی طريقه  به  دا وی چه  لومړی د  بيلا بيلو برخو  په ويشلو سره  يعنی  په جلا جلا توګه د  ظرف  غوږونه ،  بدن او  پښې ريخته شوی وی او  بيا   بيلا بيلې برخې  سره  يو ځای شوی وی ٠  خو  له  څو  کالو راهيسی   متخصصانو  د  څيړنې له لاری  دا  نظر څرګند کړيدی چه  د  ٌ  سی مو وو ٌ دری  پښې لرونکی لوښی د  ريخته ګری په  عنعنوی طريقې سره  يو ځل  ريخته شويده ٠  د  ريخته کيدو نه دمخه  د  سريښناکو خاورو په وسيله  د  لوښی قالب    جوړ   او  بيا  په   قالب کښی  ويلی شوی مس اچول  شوی دی چه  په نتيجه کښی نوموړی  دری پښې لرونکی لرغونی  مسی لوښی جوړ شويدی٠