د سيوري په واسطه نمايش  (  لومړي برخه )
中国国际广播电台
 

      

د سيوري په واسطه  نمايش يعني  په سپينه پرده باندي د سيوري په واسطه تاريخي کيسې نندارچيانو ته تمثلوي چه دغه سيوري د څراغ  د رڼا په واسطه د هغو شيانو په واسطه په پرده باندي ښودل کيږي چه د ژويو د پوستکو او يا کاغذ څخه جوړ شويدي . نمايش کوونکي د نمايش په عين وخت کي  اوپرا هم کوي .  دغه ډول نمايش په چين کي يو ولسي هنري شکل دی او د شمال لويديځ  چين د ګان سو ولايت په ختيځ کي د لونګ دونګ نمايش په عمده توګه ددې ولايت د پينګ ليان او چين يانګ په ولسواليو کي او په هغه سيمه کي هم ډير مروج  دی  چه د شان سي ولايت او د نين شا د حوي قوم د خودمختارې سيمې سره ګډ سرحدات لری .

  د لونګ دونګ په نامه د سيوري په واسطه نمايش د چين د مين او چينګ په سلسلو کي يعني له څوارلسمي پيړۍ نه تر نولسمې پيړۍ پوري ډير ترويج  وموند . د نمايش تمثالونه د غوايانو د پوستکو څخه جوړ شوي او بيا رنګ شويدي ځکه چه  وچ شوي پوستکي دومدار او شفاف وی .

   

   

    په  عکس کي  أسماني امپراطوراو  يوه زوړ رب  ليدل کيږي .

  

په دي عکس کي د  قهرمان  لو تونګ لښکرکشي