د پان ياو ښکلې کالي

中国国际广播电台

 

د ياو قوم خلک د چين په جنوب کې اوسسيږي ، د هغوي کالي څه دپاسه اويا ډولو ته رسيږي ، د سيمې د بيلوالي له امله د کاليو شکلونه يې هم توپير لري ، د مثال په توګه د چين  د ګوانګ شي د تيان لين په سيمه کې د پان ياود قوم د ښځو کالي د نورو قومونو د ښځود کاليو سره يو شان  نه دي ، په دې سيمه کې د ښځو کالي که د کوچنيانو دي او يا د لويانو ټول يو شان دي ٠

 

     په نوموړي تصوير کې د پان ياود قوم د ښځو د کاليو يوه نمونه ده ، د کاليو ګلدوزي شوي نقشونه  په عمده توګه په منځنۍ برخه ، د ملا برخه او د پطلون په ﻻندني برخه کې ليدل کيږي ٠ د پان ياود قوم د خلکو د کاليو نقشونه عمومأ د دريو ډولو نقشونو څخه جوړيږي ٠او په هره برخه کې نقش  يو د بل سره توپير لري ٠ د کاليو د نقشونو ګلدوزي کولو ته  ډير وخت په کار دي ، په عين وخت کې د ښځو ډير ښه فنونه هم پکې ليدل کيږي ٠