د مياو قوم ګلدوزي

中国国际广播电台

 

د مياو د قوم د خلکو اکثريت د چين په جنوب لويديځ کې د ګوي جو په ولايت کې اوسيږي ، د هغوي کالي خپل ځانګړي شکلونه او سبک لري ٠ د هغوي کالي په دوو ډولو ويشل کيږي ، يو ډول يې معمولي دی او بل ډول يې د جشن کالي دي ٠ هرکله چې هغوي د جشن د نمانځنې او يا د واده د خوشالۍ د ورځو سره مخامخ وي ، نو د جمشن کالي اغوندي ، د مياو د قوم د خلکو د کاليو دګنډلو کار ډير پيچلي او ظريف دي ٠ د مياو قوم د کاليو په نقشونو کې په عمده توګه ښکلي ګلان ، بوټي ، کبان ، پتنګان او نور حيوانان ليدل کيږي ، د مثال په توګه  ښاماران ، کبان ، پتنګان او د مياو قوم تاريخي کيسې هم په ګلدوزي کې شامل دي ٠

 

په تصوير کې د مياود قوم د ښځو پيش بند ليدل کيږي ، پر نوموړي پيش بند باندې پتنګان او ښاماران کښل شوي وي ، نوموړي پيش بند له څلورو طبقو څخه عبارت دي  او پر هرې  طبقې باندې پتنګان او ښاماران ګلدوزي شوي دي ، د پيش بند پر لومړي طبقې باندې ګلدوزي شوي نقشونه لوي دي او د نورو دريو طبقو نقشونه د لومړي طبقې په نسبت لږ څه کوچني ښکاري ٠

         د مياو دقوم په ګلدوزي شوي نقشونو کې تل داسي تصويرونه او نقشونه ليدل کيږي چي انسان پر ښامارانو باندې او يا پر غوايي باندې سپرلي وهي ، له دې څخه د مياو دقوم د خلکو تورياليتوب او زړه ورتيا څرګنديږي ، د مياو د قوم په فولکلوري هنر کې د ښامارانو نقشونه تل ليدل کيږي ، له دې څخه دا څرګنديږي چې هغوي د ښامارانو احترام لري خو ورڅخه نه ويريږي ٠