د ا وږد عمر په نامه ځوړند کلپ

中国国际广播电台

 

د ا وږد عمر په نامه ځوړند کلپ چې پخوا د چين د هان قوم د ماشومانو په غاړو ځوړند شوي يو ډول تزئينات و او دا معنا يې درلوده چې ماشومانو ته نيکمرغي او سوکالي ورسول شي او شکلونه يی بيلابيل وو ، ځيني يې د غاړګۍ په شان او ځينې يې د پخواني چيني کلپ په شان د سپينو زرو او يا د ژيړو په واسطه جوړشوي دي ٠ نوموړي شيان د ماشومانو په غاړو باندي ځوړيږي ٠کله چي د نوي راپيداشوي ماشوم د زيږيدو وخت يوې مياشتې ته ورسيږي  نو د ماشوم خپلوانانو نوموړي ماشوم ته د اوږد عمر په نامه علپ د تفحې په توګه ورکړي ٠ نوموړي کلپ تر هغه وخته پوري له ماشوم سره وساتل شي کوم چې هغه لوي وي او واده وکړي ٠

              

   پخوا د طبي او اقتصادي شرايطو د محدوديت سره سم د ماشومانو د مړينې معيار لوړ و ، نو په دې اثر لويانو هيله درلوده چې خپل ماشومان په ناروغي اخته نشي او اوږد عمر ولري ، نو ځکه دوي به د خپلو ماشومانو پر غاړو باندې د اوږد عمر په نامه کلپونه  ځوړول ٠