د چين په ولسي نقاشي کي ارباب څلورمه برخه

中国国际广播电台

 

      

 د چين په جنوب لويديځ  ولايت يون نان کي ډير ملي اقليتونه ميشته دي او دوي په بيلا بيلو ربابو عقيده لري . دوي د اربابو د عبادت کولو په برخه کي هم ځانګړي خصوصيت لري  او د عبادت کولو مرحلې يي هم د نورو سيمو نه پيچلي دي .

 د دا لي د باي قوم په اوسيدونکې سيمه کي ددي قوم خلک د نوي چرګۍ د جوړولو او  د اور بلولو نه وروسته عموما د دروازې په بهر کي د کاغذي پيسو او عنبر د سوزولو له لارې د اور له رب  سره  خداي پاماني کوي چه د اور رب هم د اور د پاچا په نامه ياديږي .

 په نقاشي کي د اور رب ليدي کيږي چه  اوږده ږيره لري  او د پاچا لباس يي اغوستی دی . د رب په شاوخوا کي يو الوتونکي ښامار او د اور لمبې ليدل کيږي او د نقاشۍ په لاندني برخه کي د اور رب ليکل شوي دي . دغه نقاشي د دا لي د باي قوم  په اوسيدونکي سيمه کي يو نمونوي نقاشي ده .