د چين په ولسي نقاشۍ کي ارباب پنځمه برخه

中国国际广播电台

    

د زمکې رب د چين په ولسي دودونو کي ډير ليدل کيږي چه د دې رب عبادت د ټولنې د پرستش څخه راغلی دی او د مين په سلسله کي يعني څلور پنځه سوه کاله دمخه ډير مروج و او د زمکې د رب ډير معبدونه جوړ شوي وو .  د زمکې د رب نومونه ډير دي  او معبدونه يي هم زيات دي . پرته د رسمي معبد نه د څو ډبرو په راغونډولو سره 

او يا په  خاورينه  لوښه  کي د يوې ډبرې په اچولو سره هم د زمکې د رب معبد جوړيداي شي       

 

  د زمکې د رب صورت داسی دی چه مخ يي سپين او ږيره يي توره ده او تور دسمال په سر کوي  او د  مسکا  په حال کي دی . په نقاشۍ کي د زمکې رب د چين د جنوب ختيځ  ولايت جه جيانګ په هان جو ښار کي ډير ليدل کيږي او د رب په دواړو خواوو کي خدمتګاران شته  او د چاپولو تخنيک يي ځانګړي خصوصيت لري .