د کاغذ په واسطه د شيانو د جوړولو هنر

中国国际广播电台

 

      

 په چين کي د کاغذ په واسطه د شيانو د جوړولو هنر داسي هنر دی چه په لومړي وخت کي د ښخولو له عادت څخه راغلی دی او د تړلو ، سريښولو ، د کاغذ قيچې کولو ،  په خاورو د  مجسمې جوړولو  او رنګه انځورولو د فنونو  مجموعه ده چه د کاغذ په واسطه د جوړ شويو شيانو سوزيدل  د مړو د عبادت کولو په وخت کي د خلکو د رواني اړتياوو د پوره کولو دپاره  دی .

   د کاغذ په واسطه  جوړ شوي شيان له څلورو ډولونو څخه عبارت دي چه لومړي د  کاغذ په واسطه جوړ شوي ارباب د مړي د ښخولو په وخت کي د مقبرې په وړاندي سوزول کيږي . دوهم  کاغذي انسان مثلا هلک او نجلۍ ،  په اوپرا کي اکټوران ، خدمتګار او داسي نور . دريم کاغذي ودانۍ مثلا د تفکر کور ، طاق ، طاقدار ګذرګاه ، ګاډي او داسي نور . څلورم د ورځني ژوند وسايل ، د قربانۍ شيان او نور سامان الات .

 په نقاشۍ کي کاغذي انسان چه يو يي جنرال او بل يي هلک دی  ښکلي جامې يي اغوښتي وې .