د ثروت د رب په باب هغه نقاشي چه لومړي په لرګينو تختو  يا نورو کلکو شيانو باندي حکاکي او بيا چاپيږي
中国国际广播电台
 

      

 په چين کي هغه نقاشي چه لومړي په لرګينو تختو باندي حکاکي شوي او بيا چاپيږي او وروسته په نقاشي باندي رنګونه ورکول کيږي

 د جنوب ختيځ چين د جه جيانګ په ولايت کي هغه نقاشي چه د پخوانيو عنعناتو د ساتلو په عين وخت کي د رنګونو ورکولو او چاپولو تخنيکونه هم استعمال شويدي ، نو چاپ شوي نقاشي ځانګړي خصوصيتونه لري او د اربابو په باب چاپ شوي نقاشي هم ډير زړه جلبونکي دي .

  په ولسي نقاشيو کي چه د نوي کال د رارسيدو په وخت کي يعني دچين د قمري کال د لومړي ورځې د رارسيدو په موقع  کي په کور کي نصبيږي ، په خزانه کي د ثروت د اچولو موضوع  ليدل کيږي چه معني يي د نيکمرغه او شتمن ژوند پيل دی .

 په دي نقاشي کي د خزانې ساتونکي د ثروت د رب ته ورته دی  چه ږيره لري ، په سر په رسمي خولۍ کوي او سره جامه يي اغوستې د×ه ، دده په دواړو خواوو کي څلور تنه خدمتګاران شته  او د خزانې ساتونکي د خزانې په وړاندي ناست دی او په ميز باندي ترازو او د سرو زرو او سپينو زرو شمشونه هم ليدل کيږي .