د جادوګرو نڅاوي
中国国际广播电台
 

      

د جادوګرو خلسه أميزه نڅا د چين په تبتي بودايي دين کې د عبادت د پاره د زياتو مهمو مراسمو څخه يو دي ، جادوګر د نوموړو مراسمو د پرځاي کولو په وخت کې ماسکونه  په مخونو باندې کوي ،ځينې  ماسکونه يې دځينو بودايانو صورتونه او ځينې يې د بلاوو او شيطانو څيرې دي ، د هغوي څخه ځينې يې بودايي دين ساتونکي ګڼل کيږي  او ځينې يې د بودايي پيروانو محافظه کاران نومول کيږي 

           د چين په تبت کې ماسکونه په دريو ډولو ويشل کيږي ، لومړي يې د چان مو په نامه مسک دي ، په بل عبارت د جادوګرو لخوا د نڅا کولو په وخت کې د استعمال وړ ماسکې دي ، دوهم يې د خلکو د ځان سره تړل شوي ماسک دي ، دريم يې د تبتي ډرامو د ښودلو په وخت کې استعماليدونکي ماسکونه دي ،

        په پورتني تصوير کې ماسکه د تبتي بودايي دين د ساتونکي ښاپيري يو ماسکه دی ، نوموړي ماسک عمومأ د مار ، د انسان د سر د هډوکي ، د زړه او د سرو وينو په شکل ښکلې او رنګه وي ٠ په نوموړي تصوير کې ليدل شوي ماسکه شين رنګ لري او پر مخ باندې يې درې سترګې دي ، خوله  او پوزه يې لويه او غاښونه يې کلک ښکاري ، د تبت د جادوګرو د نڅاګانو دپاره استعمال شوي ماسکونه د ديني مطلب سره ټينګې اړيکې لري ٠