چينی باب  ٤

中国国际广播电台

        

 د شين رنګ چينی باب   د چين  د  (( يوان )) د سلسلی په دوره کی  يعنی   د ١٢٠٦ نه نيولی تر ١٣٦٨ ميلادی  کاله  پوری  په اوږدو کی   ډير زيات  توليديدل او  استعماليدل   او  د چين  په  هر ګوټ  کی   د  شين رنګه چينی بابو  د جوړولو بټۍ  او داشونه  جوړشوی  ؤ .

   پخوا  په  چين کی  د کلالۍ  او د شين رنګه چينی بابو   د جوړولو داشونه  په  جلا جلا توګه  په  رسمی مقاماتو  او  شخصی  تصديو  پوری اړه  درلوده .  د نوموړو  کاسو د جوړولو په اړه  شخصی   داشونه    د چين  په  هر ګوټ کی  ليدل  کيدل  او  توليدی  اندازه  يی د  رسمی  مقاماتو په پرتله  زياته  وه او خپل  ځانګړيتوب او  خصوصيتونه  يی  هم درلودل  ، دغه شان يی  کيفيت    يو شان هم نه  ؤ  چه  په دی  جمله کی ښی  کاسی او نور غوره چينی باب  د مامورينو  او هغه لوښی چه کيفيت يی دومره  ښه نه  ؤ، د عامه اوسيدونکو لخوا  استعماليدلی     .

هغه تزينی  رسمونه چه   پر شين  رنګه کاسو  باندی   حکاکی  شوی  ، ډير ؤ  . له داستانی  شخصيتونو  ، د غرونو او اوبو له  منظرو ،  مرغانو او حيواناتو ،  بيلا بيلو  ګلانو ، ميوو  او سبو ،  شعرونو  او ليکنو  او داسی نورو  څخه عبارت  ؤ  .

 

(  تصوير  ) 

.           په پورتنی تصوير کی  د شين رنګه د کاسې شکل  ساده  او طبيعی  دی  او د  کاسې  په  دننه او بهر کی  تزينی  رسمونه  کښل شوی دی . له دی امله چه د دغه ډول  کاسی   لاندنی برخه  پنډه  ده  ، نو هغه  د ټينګ  دريدلو  او د ګرم کيدو  د مخنيوۍ  غوره والی لری .