چينی باب  ( ٥)

中国国际广播电台

 

 د چين په ختيځ کی د شان دونګ ولايت  د کلالۍ او چينی لوښو د توليدولو او جوړولو لرغونی  تاريخ  لری  ،  په تيره  بيا  د ځه بو په  سيمه  کی  توليد  او جوړ شوی  دکلالۍ لوښی او چينی باب ډير شهرت  لری  چه   د کلالۍ د لوښو په جمله کی   منګی ، کاسی ، کوزې  او داسی نور شامل دی  .

(  تصوير  )

په  پورتنی  تصوير کی  د  کلالۍ  منګی  د چين د يی مونګ د غره  په  سيمه کی  ډير ليدل  کيږی   او د کور د ضرورت وړ  يوه ډول   لوښې  دی  .  دغه  ډول  منګی که  څه هم  په  ظاهره  زيګ   او  جوړښت  يی  ساده دی   ،  خو  بهرنی  شکل  يی  ډير ښکلی  ښکاری  او  د  کليوالی  سيمی   دروند خوند او  ځانګړی سبک  لری ، دغه شان  د هغه  بيه   هم ارزانه ده  .